دهالینډ شیطانانو ته

مظلوم کوچی

تن به یې په ژوندباندي چینجیان کوي
څوګ چه ګستاخي دخوږجانان کوي

وروست بې شي بدن ابولهب غوندي
بیابه ترې نفرت ټول قریبان کوي

زمادګران محبوب توهین څوک کړی نشي
زما دګران محبوب صفت قرآن کوي

نشته د عمر دسپیني توري شرنګ
ځکه دومره زړه دا شیطانان کوي

داچه یې توهین دګران نبي کېږي
ځکه دغفلت خوب مسلمان کوي

څوک چه دمؤمن دزړه ازار اخلي
هغه ته ښېرې مځکه اسمان کوي

خدایه دا څه حال پرمسلمان راغلی
زړه د مظلوم ژاړي چه بیان کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button