اسلامي تاریخ زموږ اسلامي هویت

قاري سعید خوستی

د نوي هجري کال د پیلیدو په پلمه

د عربي لغت عالمان وايي چې تاریخ له أرخ څخه اخیستل شوی چې أرخ وحشي غوا ته ویل کیږي. چون تاریخ هم حدوث کوي نو له همدې امله ورته د وحشي غوا چې زر زر تولد کوي، نوم په کار راوړل شو.
تاریخ له کوم وخته شروع شو؟

پوهان وايي: کله چې په زمکه انسانان ډیر شول، دوی د ادم علیه السلام دنیا ته د راکوزیدو له ورځې تاریخ وټاکه. دا تاریخ د نوح علیه السلام د طوفان تر وخته کارول کیدو، له طوفان وروسته د طوفان له ورځې تاریخ وټاکل شو. دا تاریخ د ابراهیم علیه السلام تر وخته کارول کیده. کله چې ابراهیم علیه السلام د نمرود لورې اور ته واچول شو، له همدې ورځې تاریخ وټاکل شو. وروسته سلیمان علیه السلام نوی تاریخ وټاکه چې د عیسی علیه السلام تر پیدایښت يې دوام وکړ. د عیسی علیه السلام له پیدایښت نوی تاریخ وټاکل شو.

د عربو تر مینځ ډول ډول تاریخونه دود ؤ چې ځینو يې د عربو د مشهور جنګ بسوس، ځینو يې د داحس، ځینو يې د غبراء، ځینو يې د ذي قار د جنګونو له ورځو تاریخ ټاکه.

زموږ ستاسې په اوسنۍ زمانه کې درې تاریخونه دود دي. لومړی د عیسی علیه السلام د پیدایښت تاریخ چې انګریزان يې کاروي. دویم هجري شمسي، د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د هجرت له ورځې خو د لمر په دوران، یعنې د کلنیو فصلونو د ادلون بدلون سره دا تاریخ پر مخ ځي. دا تاریخ فارسیان او اوسني ایرانیان کاروي. دریم يې هجري قمري دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له ورځې ټاکل شوی خو د سپوږمی په حساب، هغه چې الله تعالی يې د حسابونو د معلومولو لپاره غټوي او کوچنی کوي او همدا حکمت يې په قران کریم کې په(لتعلموا عدد السنين والحساب) سره بیان شوی.

هجري قمري تاریخ کله وټاکل شو؟

امام بخاري رح په خپل جامع کې په کتاب المناقب کې د (باب التاریخ من أين أرخوا التاريخ) تر عنوان لاندې، باب راوړی چې پکې يې په خپل سند سره د سهل بن سعد رض څخه روایت کړی چې فرمايي:

ﻣﺎ ﻋﺪﻭا ﻣﻦ ﻣﺒﻌﺚ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻻ ﻣﻦ ﻭﻓﺎﺗﻪ، ﻣﺎ ﻋﺪﻭا ﺇﻻ ﻣﻦ ﻣﻘﺪﻣﻪ اﻟﻤﺪﻳﻨﺔ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت او له وفات تاریخ ونه ټاکل شو، بلکې مدینې منورې ته د ده له راتګ تاریخ وټاکل شو. هجري تاریخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت، وفات، بعثت څخه ونه ټاکل شو، بلکې د هجرت څخه وټاکل شو، ځکه نصرانیانو د عیسی علیه السلام د پیدایښت تاریخ ټاکلی او اسلام د یهودانو او نصرانیانو سره په ټولو چارو کې د مخالفت امر کوي نو دا ورځ د تاریخ لپاره انتخاب نه شوه. د بعثت ورځ چون د الله رسول صلی الله علیه وسلم لپاره د تکلیفونو د شروع کیدو د مرحلې اغاز ؤ او د وفات ورځ د غم ورځ وه نو له همدې امله دا ورځې انتخاب نه شوې بلکې علي رض د اصحابانو په یوه مجمع کې اویل: دهجرت ورځ د حق او باطل ترمینځ د جدايۍ ورځ ده چې باید همدا ورځ وټاکل شي. دا چې هجرت د ربیع الاول په میاشت کې شوی ؤ، نو بیا ولې محرم میاشت د کال لومړی میاشت وټاکل شوه؟ چون د هجرت لپاره له انصارو څخه د عقبې په شپه د ذي الحجې په میاشت کې بیعت واخیستل شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د محرم د میاشتې په راڅرګندیدو د هجرت لپاره عزم وکړ.

لومړی اسلامي تاریخ چا وټاکه؟

د هجرت په١٧ کال د أمير المؤمنين حضرت عمر رض د خلافت په دوره کې ابوموسی الاشعري نوموړي ته خط ولیږه چې باید أمير المؤمنين په خپلو فرمانونو کې تاریخ واضح کړي. حضرت عمر رض صحابه کرام راوبلل او له هغوی څخه يې په دې اړه مشوره اوغوښته چې له ډیر بحث وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت څخه اسلامي تاریخ وټاکل شو او أمير المؤمنين ټولو والیانو ته امر وکړ چې همدا اسلامي تاریخ به د ټولو حسابونو لپاره کارول کیږي. (فتح الباري ج٧ص٢٦٧، عمدة القاري ج١٧ص٦٦)

دا چې اسلامي تاریخ زموږ اسلامي هویت دی، باید په خپلو حسابونو کې د میلادي او شمسي کالونو په ځاي هجري تاریخ وکاروو او خپل اسلامي شعائر ژوندي وساتو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button