حکمت خلیل کرزی: هېواد کې د روسيې او امریکا احتمالي ټکر اندیښمن کړي یو

 

عزم(چهارشنبه، ۱۱ تلې ۱۳۹۷) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، په هېواد کې د امریکا او روسيې احتمالي ټکر اندیښنه موجوده ده.

نوموړي د افغانستان حقوقي او سياسي څېړنو مرکز کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې له اوکراین وروسته د امریکا او روسيې ټکر دلته احتمال لري، خو که دغه ټکر پیل شي د افغانستان لپاره به ښې پايلې ونه لري.

خلیل کرزي ویلي که د واشنګټن او روس ترمنځ دلته ټکر رامنځته شو د دې قیمت به افغانان پرې کوي او زمونږ لپاره به ښه نتیجه ونلري.

خلیل کرزی چې له پاکستان سره د سولې اړوند خبرو رسمي استازی وو، دغې ناستې ته یې ویلي چې افغانستان دې دا تمه نه کوي چې چین به پر پاکستان فشار راوړي تر څو د افغانستان سوله کې مرسته وکړي.

هغه ویلي مونږ باید پوه شو چې چین ته زمونږ او پاکستان ګټې څومره توپیر لري، او له همدې امله باید دادرک کړو چې له چین څخه پر پاکستان د فشارونو تمه ونکړو.

خلیل کرزي د پاکستان په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کړي چې تیره ورځ د افغان علماء یو هیئت پاکستان کې د سترې مدرسې دارالعلوم حقانیې مهتمم مولانا سمیع الحق ته د لیدلو لپاره ورغلی وو او له هغه څخه یې د افغانستان د جګړې دریدلو او سولې اړوند مرسته غوښتې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: