سپتمبر: ګډو ځواکونو ۴۷۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او ۱۸۴۷ املاک تخریب کړي دي

عزم: شنبه/۱۳۹۷/۷/۱۴- د ملکي تلفاتو او زیانونو میاشتنۍ شمېرنې له مخې، تیره ستمبر میاشت کې ګډو ځواکونو د هیواد څو ولایاتو کې ملکي افغانانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې لړ کې یواځې په سپتمبر مياشت کې په ننګرهار، لوګر، لغمان، پکتيا، هلمند، کاپيسا، میدان وردګ، کندهاراو کابل ولایتونو کې د ۱۸ميرمنو او(۱۰) ماشومانو په ګډون (۲۳۵) ملکیان شهیدان شوي، او د اته زنانو په ګډون (۱۶۲) ملکیان ټپيان شوی دي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو مخنیوي کمیسون د راپور له مخې، ګډو ځواکونو د ملکیانو (۳۰) کورونه، (۲۲) موټرسیکلان، (۵) عرادې واړه موټران او یوه عراده غټ مازدا موټر، ۱۷۹۰میوه داره ونې او لوی شمیر فصلونه او باغونه تخریب کړی دي.

   ددې ټولې وراني ویجاړي ترڅنګ یې (۷۵)کسانو پورې عام هیوادوال بنديان کړي هم دي.

دغه کمیسون خپل راپور کې وایي چې د داسې پیښو اوجنایاتو راپورونه یې پخپل وخت د بشری حقوقو ادارو او نورو خیریه تولنوسره شریک کړې، ترڅود داسې جنایاتوپه مخنیوي اوغندنه کې اقدام وکړي؛ خو تراوسه هیڅ لوري د داسې جنایاتوپه مخنیوي کې کوم ګټور ګام ندی اخیستی.

طالبانو د ګډو ځواکونو دغسې کړنې لوی لوی بشرضد جنایتونه بللي او په کلکو ټکو غندلي دي.

همداراز یې د دې پیښو قرباني هیوادوالو سره غمشریکي او د ډاډېینې مراتب ورته تقدیم کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button