دا ټاکنې وې که په ولس ملنډې؟

جاوید علي خیل

بالاخره همدا نن د میزان په ۲۸ مه د ټاکنو هغه ورځ راورسیده چې رسنیو ورته له میاشتو میاشتو خلک منتظر کړي او په تلوسه کې اچولي وو. رسنیو دا څو میاشتې د ټاکنو په اهمیت، ضرورت، شفافیت او په دې برخه کې د سلګونو میلیونه ډالرو په مصرف او بې حده تیاریو او تخنیکي اماده ګیو ژبه ټکوله، او درګره یې د اولس په غوږ کې دا سورنی غږاوه چې د ټاکنو یوه ډیره شفافه او منظمه پروسه را روانه ده چې خلک په کې باید شرکت وکړي.

مګر نن چې څه ولیدل شول، هغه کاملا د هغه برعکس و چې په رسنیو کې یې  په اړه تبلیغ کیده، د ټاکنو نننۍ پروسه پرته له دې چې یوه غولوونکې، خندوونکې او وقاحت آمیزه ډرامه وبولو، بل هیڅ نوم نه شو ورکولای. د ټاکنو نننۍ ډرامې وښوده چې په افغانستان کې د غرب په زور او زرو تپل کیدونکې دموکراسي تر کومه حده مسخره، دروغجنه او له درغلۍ ډکه ده. دلته به د نن ورځې د ټاکنیزې ډرامې په اړه په لنډو درسره څو بیلګې شریکې کړو چې د دې رسوا پروسې مشت نمونه خروار یې بللی شو.

ټاکنیزه جغرافیه او د خلکو ګډون

هغه څه چې په ټاکنو کې تر ټولو حیاتي اهمیت لري، د اکثره خلکو ګډون دی. خو د نن ورځې د ټاکنو محاسبه که د افغانستان د شپږنیم لکه مربع کیلومتره جغرافیې له مخې  وکړو نو ویلای شو چې په دې ټاکنو کې شاید یوازې د یو فیصده جغرافیې خلکو  اشتراک کړی وی. ځکه د افغانستان اکثره نفوس په کلیو کې اوسي او د افغانستان تقریبا ټول کلي د طالبانو تر واک لاندې دي. د ټاکنو په رانږدې کیدو سره طالبانو د ښارونو تر لمنو ځانونه نږدې کړي او حتی په ښارونو کې دننه یې د پراخو بریدونو ګواښ رامنځته کړی و. له همدې امله خو د ښار اطراف او په ځینو ښاري سیمو هم د طالبانو سیوری پروت و او  خلکو یې  په ټاکنو کې  هیڅ شرکت ونکړ، د بیلګې په توګه د زابل ولایت د مرکز قلات په اړه خلکو وویل چې هلته د رایو هیڅ مرکز نه و پرانیستل شوی. دغه راز د کندز، فراه، غزني، لوګر، روزګان، هلمند او ګڼو نورو ولایاتو په مراکزو کې هم د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه او یا هم په نشت حساب وه.

له ټاکنو دوه ورځې وړاندې د کندهار برید، د جنرال رازق او جبار قهرمان  وژل کیدل او پراخه مطبوعاتي هنګامه یې هغه څه و چې خلک یې په ټاکنو کې له ګډون بي زاره کړل. د طالبانو مسلسلو اعلامیو هم تر ډیره حده اغیز درلود. په دې حساب ویلی شو چې د  ټاکنو ټول زور یوازې په کابل ښار هغه هم د ښار په مرکزي سیمو راټول و. خو د کابل ښار دننه هم د مسلسلو چاودنو غږونه واوریدل شول. طالبانو وویل چې تر غرمې یې د ټاکنو د تعطیل په هدف ۱۶۶ حملې کړې دي. په دې حملو کې د اولسي خلکو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی او تر ډیره یې هدف د ټاکنو مراکز، د اکمالاتو مخنیوی او د پروسې تعطیل و. په دې سربیره د هیواد ټولې لویې لارې هم طالبانو تړلې وې، په دې حساب هغه خلک چې په ټاکنو کې د شرکت زمینه ورته برابره و د پخوا هرکله په نسبت کم و او دا کمښت هغه څه و چې د دې پروسې اعتبار یې په صفر کې ضرب کړ.

 پیچلی سیستم او ګډوډ لستونه

کوم خلک چې د کابل ښار په داخل کې د رایو مراکزو ته تللي و، د ورځې له پیل سره سم یې په فیسبوک کې شکایتونه او نارې سورې پیل شوې. یوه غټه ستونزه دا وه چې د ټاکنو کمیسیون د ښار دننه ډیری مراکز په مکاتبو او لیسو کې جوړ کړي وو او د هماغو مکاتبو معلمین یې د کارمندانو په حیث استخدام کړي وو. څرنګه چې د کابل ښار اویا فیصده معلمین زنانه دي او د کورنیو تر اغیز لاندې دي. اکثرو ته یې کورنیو اجازه نه وه ورکړې چې د ټاکنیز کارمند په حیث کار وکړي. په دې ډول اکثره مستخدمین د رایو مراکزو ته حاضر نه شول او په پایله کې یې تر نیمایي زیات مراکز یا مطلق تړلي پاته شول او یا هم له جدي کمبود سره مخ شول. تر ماسپښینه د ډیری مراکزو نه خلاصیدل یوه ستره ستونزه و تر دې چې د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې دغه مراکز باید سبا پرانیستل شي. چې دا چاره د درغلیو لپاره د یوې بلې دروازې خلاصون او دټاکنو په اعتبار یو بل ګوزار و.

کوم مراکز چې پرانیستل شوي وو، جدي ستونزه په کې پیچلی سیستم و. په تیره په لست کې د نومونو پيدا کول. په فیسبوک او عامه رسنیو ډيرو خلکو شکایت وکړل چې تر نیم ساعت تپ و تلاش وروسته یې بیا هم په لست کې نومونه نه دي پیدا شوي.په دې برخه کې ګډودي تر حد تیره وه، د اکثرو مراکزو لستونه نورو مراکزو حتی نورو ولایاتو ته لیږل شوي وو.  په یوه مورد کې وویل شول چې د بامیانو د رای کاروونکو لستونه د هرات غوریان ولسوالۍ ته لیږل شوي. په لست کې د نومونو پیدا کول دومره ستونزمن  او وخت نیوونکي وو چې په یوه مرکز کې د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې یوازې ۱۵ کسانو رایه کارولې وه. تر نیمایي زیات کسان ځکه له رایې محرومیدل چې په لستونو کې یې نومونه ورک وو.

 خراب بایومیټریک او د کارمندانو نابلدي

په اکثره مراکزو کې یوه بله ستونزه د بایومیټریک د سیستم خرابي او یا هم ورسره د کارمندانو نابلدي وه. دغه سیستم چې نوی افغانستان ته راغلی، ټاکنیزو کارمندانو ته یې زده کړه نه وه ورکړل شوې، له همدې امله د سهولت په ځای په ستونزه بدل شو او ډیر مراکز یې له تعطیل او ځنډ سره مخامخ کړل. تر دې چې د ورځې په وروستیو کې خو داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې د ټاکنو کمیسیون د بایومیټریک سیستم او د لستونو له مخې د رای کارول لغو بللي او خپلو مراکزو ته یې قومنده ورکړې چې هسې دې صندوقونه ډک کړي. د دې معنی دا شوه چې دغه ټاکنې کومې واقعي پروسه نه بلکې یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د اولس تیرایستل وو.

د ناظرینو بیروبار

وړاندې وویل شول چې د ټاکنو د پروسې ټول زور د کابل په ښار کې و او په نورو افغانستان کې د خلکو ګډون تقریبا په نشت حساب و، خو په کابل کې هم د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ یوه ستونزه په ټاکنیزو مراکزو کې د کاندیدانو د ناظرینو بیروبار و. په کابل کې شاوخوا  زر کسان د پارلمان څوکۍ ته ولاړ دي، که هر نامزد یو ناظر استخدام کړي نو باید د رایه اچولو په محل کې زر تنه یوازې د کاندیدانو ناظرین وي، له دې علاوه د نورو کورنیو او بهرنیو څارونکو بنسټونو ناظرین هم باید شتون ولري. که تاسو د ټاکنو په مراکزو کې د خلکو بیروبار لیدلی وي هغه په حقیقت کې د کاندیدانو ناظرین دي. په کابل کې ځیني مراکز له دې امله وتړل شول چې د ناظرینو د بیروبار له امله رای ورکوونکو ته لار او ځای نه پیدا کیدل، د رای محل همدوی اشغال کړی و او هیڅوک حاضر نه و چې خپل د نظارت له حق نه تیر شي. د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې په محل کې باید یوازې درې تنه ناظرین شتون ولري. خو د کاندیدانو ناظرین آماده نه و چې په خپل منځ کې په دریو تنو جوړ جاړی وکړي.

له دې علاوه

له دې علاوه نورې هم ګڼې ستونزې او ښکاره درغلۍ ولیدل شوې چې که په جمعي نظر ورته وکتل شي د دې پروسې اعتبار له منځه وړي. له ځینو سایټونو د ټاکنیزو لستونو قصدي غلا کول او د بایومتریک ماشینونه قصدا خرابول تر څو درغلۍ ته لاره هواره شي. د زور واکو لخوا د سایټونو اشغال او صندوقونه په خپله خوښه ډکول. د خلکو او ټاکنیزو کارمندانو تر منخ جنجالونه چې په کابل کې ځینو مراکز په کې ویجاړ او د خلکو له خوا له منځه یووړل شول. تر دې چې د ټاکنو پروسه دومره مسخره شوه چې په وروستیو کې د ټاکنو په ګټه تبلیغ کوونکو رسنیو هیڅ داسې څوک نه شوای پیدا کولای چې د ټاکنو په اړه مثبته تبصره وکړي.

د اجتماعي رسنیو مخ هم ټول منفي تبصرو نیولی و او د هیواد ټولو اوسیدونکو دغه پروسه ناکامه او د ټاکنو کمیسیون ناکاره باله، ځیني خارجي رسنیو ولیکل چې دغه پروسه کاملا بې اعتباره او له درغلیو  ډکه وه. معلومه نه ده چې د دموکراسۍ متصدیان به دغه ناکامه، درغلګره او ډرامې ته ورته پروسه څرنګه وبولي. اما د اولس او بې طرفه جهتونو په قضاوت کې خو دغې ټولې پروسې د یوه توت اهمیت  او اعتبار هم ځکه نه درلود، چې په هیڅ معیار او قانون برابره نه وه او سر تر پایه له ګډوډۍ، درغلۍ او بې نظمۍ څخه اغیزمنه وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button