غزل / نصیر احمد شهاب

نصیر احمد شهاب

زه دومره لویه حوصله لکه د غر لرمه
په مات او ګوډ وجود د ژوند هومره سفر لرمه

ستا تندر تندر غم اوس ما لره نقصان نه کوي
وجود زړه لرمه او زړه سمندر لرمه

زه هره شپه ستوری د ستورو تر وجود بيایم
پاس په اسمان کې ریباري کړم دا هنر لرمه

نن یی ویل چې ستا په څیر مې بلا ډیر وژلي
عمر کمکي لرمه حسن زورور لرمه

شکر په دومره غريبي کې خدای عزت راکړی
ته لوپټه په سر لری او زه څادر لرمه

یو څوک د هر ورځ زما په زړه کې کرښې کاږي
زه ورته خاندم د چنار په شان بشر لرمه

رقیبه ما لره پيغور د غربت مه راکوه
زه چې شهاب لرمه یو دنیا سره زر لرمه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button