طالبانو وګټله!

 

عبدالروف سرتېر
په افغانستان کې چې ډیموکراسي د دې ولس له فطرت او طبعیت سره سر نه خوري، نو د ډيموکراسۍ مبلغینو او تطبیقوونکو هم ټوله ډیموکراسي په ټاکنو کې را ټوله کړې او زور يې پر همدې وې، چې د دې پروسې سم ترسره کېدو په وسیله ایله د ډيموکراسۍ د تطبیق غږ وکړي، ځکه خو د ولسي جرګې لپاره تر ټاکنو وړاندې، ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، ناټو او د ناټو داخلي مامورینو اشرف غني او عبدالله عبدالله هم ولس ته زارۍ کولې چې ډېره برخه واخلي او په وینا يې خپل استازي وټاکي!
طالبان چې سړی ډاډه ویلی شي، تر تکتیک ډېر په توکل روان دي، خو حیراني دلته څو چنده شي چې توکلي پلانونه يې داسې پر ځای تطبیق شي چې مخالفین يې وازې خولې ونیسي، زیاتې نه پوهېږي چې اوس خپل شرم ته کوم پتری ورکړي، لویه توره دا بولي چې د طالب سرتېرو هره بریا پردیو ته منسوب کړي، دوی فکر کوي چې په دې ډول يې د خټو یوه پوزه جوړه کړې، خو خبر نه دي چې د خټو ور پاتې پوزه يې هم نړېږي، ځکه چې دومره واضح يې یو هېواد پر وړاندې خنډونه جوړوي او د دوی ټول کفر د منلو تر څنګ د هغه هېواد پر وړاندې یوه ذره اقدام نه شي کولی، نه له خپلو مشرانو پوښتي چې د خاورې د پلورلو قباله مو چې درسره لاسلیک کړې، باید ملا مو وتړئ او د دې هېواد پر مشرانو وقهرېږي، خو کجاست اینقدر شیردلی!
ټاکنو ته څو ورځې پاتې وې، چې پخوانی کمونیست جګړه مار عبدالجبار قهرمان په هماغه ځای کې چې ده د خلکو د لوټلو لپاره سنګوریان را پیدا کړل، پخپله چوکۍ کې پر بم پورته شو، دې جالب برید کې یوازې دی اخرت ته ورسید او څو تنه نور ټپیان شول، یعنې برید دومره فني پلان شوی و، چې یوازې همدا کونده يې له بېخه وویسته، عبدالله عبدالله او اشرف غني دې ناکامۍ ته لا د بریا پر پوښ ورکولو چورتونه وهل، چې سکاټ مېلر له داسې پېښې خبر کړل، چې د ګنګستیا تر حده ورسېدل، نه د امریکايي جنرالانو سترګو باور کاوه او نه د حکومت مشرانو انګېرلی شوای، چې د دوی پړسول شوی، را لوی کړی، روزلی او خپل ولس باندې ور شکارلی جنرال رازق به داسې په رڼو سترګو د دوی تر مخ وینو کې اوړي را اوړي او سا به يې خېژي!
دا چې طالب نفوذي سرتېري څنګه دا بریالي عملیات ترسره کړل، له هغوی چې ظاهراً يې پر دې سړي خور قومندان د مکر اوښکې تویولې، غواړم چې دا توره دې وکړي چې د ولایت مقام د ننه لګېدلو کمرو ثبت شوې صحنې دې له رسنیو سره شریکې کړي، هغوی چې وايي ولې سکاټ مېلر بچ او رازق سر وخوړ، د دې کیسه کې نه دي، چې ګواکې دوی د کفر سخت دښمنان دي او په مېلر به نه خپه کېدل، دوی دروغ وايي ځکه څوک چې د کفر دښمني کوي، د کفر له ملګرو سره هیڅ دوستي نه کوي، پر دې سربېره باید خپل ګرېوان ته سر ورټیټ کړي، پوښتنه دې وکړي چې طالب سرتېري خو رازق تر دنیا تېر کړ، هغو نورو درېشي کړو افغان نما عسکرو ولې پر مېلر او نورو ټوپکې نه ور اړولې، حتی د راډیو تلویزون خبریال خو لا پر طالب بریدګر تش لاس برید وکړ او مېلر ته يې د خپل پوچ سر په بدل نجات ورکړ!
دې دوو پېښو حکومت ګنګس، حکومت پلوه مامورین حیران او ولس خوشاله کړ، په داسې وخت کې بیا نو د ټاکنو پروسې چندان ارزښت نه درلود، خواله رسنیو کې خپرونې پر همدې موضوعاتو شوې، رسنۍ پر همدې دوو پېښو بوختې شوې او د امریکایانو جوړه کړې ډرامه (ټاکنې) ضمني معرفي شوه!
خو طالبانو پر دې دوو پېښو هم بسنه ونه کړه، پر ښوونکو او زده کوونکو يې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمیسیون له لوري، پر علماوو او قومي مخورو يې د دعوت او ارشاد کمیسیون له لوري او په پروسه کې پر ګډېدونکو غولېدلو يې د نظامي کمیسیون له لارې، جلا جلا غږونه وکړل، ماته لومړی د دوی د اعلامیو بېروبار د دوی وارخطايي او د ټاکنو ډېر با ارزښته کول، ښکاره شول، خو چې اغېز مې يې ولید، پخپل عقل پورې مې وخندل او د دوی پلانونو ته سلامي شوم. د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په لومړي ماښام په واز کومي ومنله، چې پروسه يې ځکه ګډوډه وه، چې ان په پایتخت کابل کې د دوی ګمارل شوي مامورین د طالبانو د ګواښ او توصيې له امله دندو ته حاضر نه شول، دویمه ورځ لکه چې چا ور پام کړي و، چې زوی مړې ته خو نېغ د طالب پر بریا اعتراف کوې، بیا يې نو یوه بله ورپسې ایشټپنۍ کړه چې دا خلک ځکه نه و راغلي، چې خبر شوي و، چې معاشونه يې کم دي!
صیاد چې اوس ټاکنیزه پروسه کې بېخې پخوانی دولت وزیري ځينې جوړ شوی، پرلپسې لګیا دی، هر دویمه خبره يې لومړۍ لغوه کوي او متضادې ګډوډې وايي، دی دعوه کوي چې اته نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، لومړی خو دا په دارالامان کې ناست د دوو جهادو امیر سپين ږېری حکمتیار نه ورسره مني، حتی هغه ته دا کیسې مسخره ښکاري، خو که ورسره ومنو چې ځه نو په ۳۵ میلیوني نفوس کې اته نیم میلونه کسانو نوم لیکنه کړې نو څو تنو رایې ورکړې؟ صیاد وايي چې بریالۍ ټاکنې وې، له ده وروسته ماښام کې اشرف غني وویل چې بېخې بریالۍ وي او د خپل عادت له مخې يې بریک له لاس ووتل او ویې ویل چې طالبانو راشئ، وګورئ خلک ستاسې مني که د ډيموکراسي، دا ګزا دا میدان! خو خبر نه و، چې ګز يې پخپل میدان کې پر تاوان تمام شوی، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، سروردانش او هر یو بل چې رسنیو مایکونو ورته نیولی شوای، دا پروسه بریالۍ یاده کړه.
چې له صیاده وپوښتې چې ښه جناب ثاني دولت وزیري، له دې اته نیم میلونه کسانو څومره رایې ورکړې؟ وايي ډېرې بریالۍ ټاکنې وې، نږدې څلور میلیونه کسانو رايې ورکړې، لومړی خو دا نږدې څلور میلیونه هم پوره نه دي، بلکې ور نږدې دي او دا چې دې کې څومره جعلي او د دروغو دي، هغه نو اوس اوس ورو ورو را برسېره کېږي، خو موږ به ورسره ګوزاره وکړو چې نږدې څلور میلیونه هم نه، ځه بېخې څور میلیونه پوره دي، نو مانا هغه د نوم لیکنې کسانو هم پوره رایه نه ده ورکړې، پوره څه چې حتی پوره نیمايي کسانو يې هم رایې نه دي ورکړې، نو بیا څنګه بریالۍ شوې؟؟
په ۳۵ میلیوني نفوس کې د جعلي، درغلیو او فسادو ډکو نږدې څلور میلیونو رایو پر اساس د بریا دعوه یوازې د امریکايي اشغال یوه بله په زړه پورې ټوکه ګڼلی شو!
نو که امریکا او د هغوی افغان مامورین د دښمنۍ مرادنه‌ګي لري باید اعتراف وکړي چې دښمن يې بریالی او دوی ناکام دي، طالب وګټله!
د رسنیو ژمنه!
د ټاکنو کمیسیون تر ټاکنو وړاندې، د پژواک، شمشاد، طلوع، یک او ځینو نورو مطرحو افغاني رسنیو له مشرانو سره پر پرېمانه پیسو دا هوکړه وکړه چې دوی به د ټاکنیزې پروسې د ښه ښکاره کولو لپاره زورونه وهي، امنیتي پېښې به نه خپروي او تر څو چې شکایاتو کمیسیون د درغلۍ خبره نه وې کړې رسنۍ به څه نه وايي، خو د دې تر څنګ د طالبانو یو ذبیح الله د حکومت ټولو مرتضویانو او خبریالانو ته ځواب ووایه او خپل ټویټر يې داسې ګرم وساته چې د نورو رسنیو خبرونه خلکو ته ټوکې ښکارېدلې.
په دې برخه کې هم طالبانو دقیق او وخت پر وخت د خپلو نظامي بریدونو خبرونه ورکړل، د بریدونو شمېر يې خپور کړ او حتی د ټاکینزې پروسې په اړه يې تر حکومت دقیق معلومات له خلکو سره شریک کړل.
پوره شپږ میاشتې وروسته په اصطلاح ولسمشریزې ټاکنې کېږي، د ټاکنو کمیسیون زورونه وهي چې ځان ته یو څه اعتبار پیدا کړي او راتلونکو ټاکنو کې هم دغسې شوړې ووهي، خو ښکاري چې طالبان لا تر اوسه ورته په څو کې دي او فکر نه کوم دوی ترې بریالي شي، پراخې سیمې يې تر لاس لاندې دي او ولس هم پوره پر دې ډرامې باور له لاسه ورکړی، سلګونو رسنيو د ولس مغز ونه مینځلی شو او باوري و، چې دا رایه د ځان په قربانۍ او دا کاندیدان په تش سلام نه ارزي، یوازې د صحنې پر مخ روانه ډرامه ده، چې د بریا او ناکامۍ پایلې يې د ډایریکټرانو په لاس کې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button