ننګرهار: دولت او طالبان یو بل ته د تلفاتو اړولو دعوه کوي

 

عزم(دوشنبه، ۷ لړم ۱۳۹۷) ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا عملیات کړي چې دولت او طالبان دواړه یو بل ته د تلفاتو اړولو دعوه کوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر له لوري ویل شوي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې خرګې سیمه کې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي.

د یاد دفتر له لوري ویل شوي چې ګډو ځواکونو عملیات کول چې د طالبانو په کمین واوښتل په نتیجه کې یې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي چې د خوږیاڼو لپاره د طالبانو ولسوال هم پکې شامل دی.

طالبانو هم پدغه جګړه کې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ګډو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ پتې خرکي سیمه کې ګډو ځواکونو د چاپې نیت درلود چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

مجاهد ویلي چې د یادو بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه کمانډو عسکر وژل شوي، ګڼ نور ټپیان شول.

هغه همدا راز د خپلو ۳ ملګرو وژل کیدل او د ۲ تنو ټپي کیدل هم منلي دي.

یوې سیمئیزې سرچینې هم عزم ته ویلي چې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي او د طالبانو تر څنګ د کمانډو ځواکونو د تلفاتو نښې په سیمه کې لیدل کیږي، خو یاد ځواکونه د خپل عادت له مخې دوی ته اوښتي تلفات نه مني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button