بالاخره شجاعي د طالبانو لخوا مجازات کړل شو

 

شاهد غزنيوال

د رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس په اروزګان ولایت کې په بشري جرمونو تورن د محلي ملیشو (اربکیانو) مشهور قومندان حکیم شجاعي د طالبانو په برید کې ټپي او یوشمیر وسله وال یې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) لخوا پر بشري جرمونو تورن قومندان حکیم شجاعي په هیواد کې د نورو هغو ۸ تنو زورواکو په جمله کې دی چې د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې را پیداشوي، پړسول شوي او پر بیوزله ولسي افغانانو باندې مسلط شوي دي.

قومندان شجاعي چې په تنظیمي لحاظ په حزب وحدت ګوند پوري تړاو لري د سولې شوری د مشر ښاغلي کریم خلیلي له حمایت څخه برخمن دی.

نوموړی له تیرو ۱۲ کلونو راهیسي په خاص اروزګان کې له دولتي تجهیزاتو څخه په استفادې سره پر ملکي وګړو سخت ظلمونو کوي چې د سیمي د خلګو په وینا یې تر اوسه ۱۵۰ کسان وژلي او د هغوي ځمکې او شخصي ممتلکات یې غصب کړي چې له همدې وجې یې په ۱۳۹۲د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت د نیولو امر صادر کړ خو د نوموړي د زورواکي او خپلسري له وجې تر اوسه پوري هیڅ دولتي ارګان نه دی توانیدلی چې هغه ګرفتار او یا مجازات کړي.

مجازات څه چې همدا اوس هم همدا مجرم شجاعي په خاص اروزګان کې د محلي ملیشو( اربکیانو) د مشر په توګه د کابل له دولتي امکاناتو تجهیز او تمویلیږي.

طالبانو وړمه ورځ خبر ورکړ چې دوی د یوه برید په ترڅ کې حکیم شجاعي مرګوني ژوبل او د هغه د مرستیال فکوري په ګډون څوتنه وسله وال هغه ووخت ووژل چې دوی غوښتل له دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره د خاص ارزوګان اړوند پر کلیوالو سیمو برید وکړي چې طالبانو د یاد کلي د بیوزله ولسي خلګو په دفاع کې پرشجاعي ځوابي برید وکړ.

د شجاعي د ټپې کیدو ترڅنګ ځینو رسنیو د هغه د وژل کیدو خبر هم خپور کړی ، که دا خبر تائید شي دا به د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه وي چې په افغانستان کې بربشر ضد جرمونو دوه تنه تورن زورواکي (د کندهار رازق خان او حکیم شجاعي) په تقریبا یوه اونۍ وخت کې یو په بل پسي له منځه یوسي.

حکیم شجاعي که څه هم چې ظاهرا د کابل حکومت لخوا تر تعقیب لاندې خو نوموړی هم د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په څیر د امریکايي ځواکونو له خاص ملاتړه برخمن او د هغوي په مستقیم دستور د سیمي د خلګو په ضد کارول کیده چې مجازات او تعقیب یې د دولت تر توان او صلاحیت وتلی دی.

د طالبانو په لاس د جنرال رازق تر وژنې وروسته د شجاعي ټپي کیدل او یا هم احتمالا وژل کیدل د ټولو هغو زورواکو او خپل سریو جګړه مارو لپاره د خطر زنګ دی چې د امریکايي اشغالګرو لخوا حمایه او د خپل ولس خلاف د اجرتي قاتلانو په حیث کارول کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button