فراه: په بکوا ولسوالۍ کې یوازې یو تن رایه کارولې ده
عزم(دوشنبه، ۱۴ لړم ۱۳۹۷): په فراه کې د ټاکنو ساحوي کمېسیون غړي وايي، د ولسي جرګې د تېرې میاشتې په ټاکنو کې په ځینو ولسوالیو کې یوازې یو تن او په ځینو ولسوالیو کې څلور تنو د ولسي جرګې نوماندانو ته رایې کارولي دي.
د فراه د ټاکنو د کمېسیون د مشر منیر پارسا په خبره، په فراه کې نږدې یو میلیون او ۲سوه زره تنه د رایې ورکولو پر شرایطو برابر وو؛ خو یوازې تر ۲۴زرو کمو کسانو رایې کارولي دي.
د پارسا په خبره، په فراه کې سږنۍ ټاکنې بېخي کمرنګه وې، چې په قلعهکا ولسوالۍ کې څلورو تنو، په پشترود کې هم څلورو تنو، په بکوا کې یوازې یو تن او شېبکوه ولسوالۍ کې دوو تنو رایې کارولي؛ خو ټاکنیز مرکزونه د سهار له اوو د ماښام تر شپږو بجو پرانیستي وو او رایه ورکوونکو دوې ورځې وخت درلود، خو بیا یې هم په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸ـ ۲۹ مه ترسره شوې، چې د څه باندې ۹ میلیونه رایه ورکوونکو څخه یوازې درې میلیونه خلکو رایې کارولي دي.
طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو د پیل له مخه له خلکو غوښتي وو، چې د ټاکنیزو مرکزونو څخه لرې اووسي او رایې دې نه کاروي.
په افغانستان کې پر ټاکنو اعتبار ورځ تربلې کمېږي، چې ډېری خلک یې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جانکېري ښکاره لاسوهنه ښيي، چې په پایله کې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجراییه رییس وټاکل شول.
د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به د لیندۍ پر ۲مه نېټه اعلان کړي.