ممپلي؛ د روغتیایي ګټو خزانه!

اکثره خلک فکر کوي چې ممپلي به روغتيا ته تاوان رسوي نو د همدې لامله یې له ډیر خوراک څخه ځان ژغوري، خو دغه خواړه په یخنۍ کې له غوره خوند سربېره بې شمېره روغتيايي ګټې هم لري چې دلته مو د نمونې په ډول له څو ګټو سره اشنا کوو.

ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، هغه ستونزې چې د سرطان رامنځته کېدلو لامل کیږي د ممپلي خوړلو له لارې یې مخه نیولی شئ.

ممپلي د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره میوه ده، په ممپلیو کې د پوټاشیم ماده زیاته کچه موندل کیږي چې هډوکي پياوړي کوي.

ممپلي خوړلو سره غاښونه سپين او پیاوړي کیږي، ځکه چې په ممپلیو کې زنک «جست» او نور داسې منرالونه شتون لري چې د غاښونو پياوړولو لامل کیږي.

ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، په ممپلیو کې د ویټامن بي ۳ ماده شتون لري چې په ځانګړي ډول اعصاب او حافظې ته تقویه ورکوي.

ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوي.

ممپلي د وینې کولیسترول ټیټوي، دغه میوه له انرژۍ څخه ډکه ده، کمزورو او کم خونو خلکو ته په کار ده چې ممپلي وخوري، که څه هم زیات کالوري او غوړ لري خو بیا هم پوهان وایي چې ممپلي د وینې کولیسترول کچه له وزن زیاتولو پرته ټيټوي.

د ممپلیو له غوړوالي خلک ویره کوي، خو ویل کیږي چې د نړۍ پر مخ د ممپلیو غوړ یو له غوره څخه دي، ځکه چې ددې په مرسته د کولیسترول کچه ټيټيږي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

همدا ډول څیړنو ښودلې چې ممپلي خوړل د زړه د ناروغیو لرونکو کسانو لپاره ګټور درمل دي، دغه راز ممپلي د شکر لپاره هم مفید دي او هغه کسان چې له دې ناروغۍ کړیږي باید ترې ګټه پورته کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button