فیسبوک په میسینجر کې مهمه توکمه ور زیاته کړه

عزم: جمعه/۲۵/لړم/۱۳۹۷- د نړۍ ترټولو مشهوره ټولنیزې شبکې فیسبوک په خپل میسینجر یا پيغام لیږونکي کې د Unsend یا د لیږلي مسج بیرته راګرځولو توکمه هم ور زیاته کړه.

لدې وروسته کاروونکی کولی شي خپل لیږل شوی مسج بیرته راپاک او د مقابل لوري له مسنجر څخه پاک کړي.

د دغه واک په مرسته به د مسینجر کاروونکي کولی شي په غلطۍ سره لیږل شوی مسج یا انځور د بل کس له مسینجره په لس دقیقو کې دننه پاک کړي.

دا نوی اپشن به د فیسبوک په راتلوونکي اپډیټ ورژن کې اضافه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button