طالبان: کابل کې د میلاد پر غونډه برید په کلکه غندو

 

عزم(چهارشنبه، ۳۰ لړم ۱۳۹۷) طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي په مناسبت جوړې شوې غونډې باندې برید په کلکه غندلی دی.

مجاهد ویلي، دغه برید چې له امله یې ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شوي دي چې دیني عالمان هم په کې شته په کلکو ټکو غندي.

طالب ویاند زیاته کړې ‹‹اسلامي امارت په ملکي خلکو او دیني غونډو برید په کلکه غندي.
دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي.

هیوادوال دې د شریرو عناصرو د شرارت په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي او د دښمنانو دسیسې دې شنډې کړي››

د یادونې وړ دی چې د کابل په نني برید کې تر ۱۴۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۰ تنه وژل شوي او ۸۰ تنو پورې ټپیان دي.

د ټپیانو په اړه ویل شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ندی نو شاید چې د مړو شمیر تر دې هم زیات شي.

په یاده پیښه باندې ولسمشر غني صبا ورځ ملي ماتم اعلان کړی او ویلي یې دي چې صبا ورځ به د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د یاد برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نده منلی خو په جوماتونو مدرسو او دیني غونډو بریدونه تر دې مخکې داعش وسلوالې ډلې په غاړه اخیستي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button