تخار: ځانګړو ځواکونو د جنرال داود د ورور عبدالعلي پر کور چاپه وهلې

 

عزم(دوشنبه، ۵ لیندۍ ۱۳۹۷) له تخار ولایت څخه راپورونه ورکړل شوي چې افغان ځانګړو ځواکونو په دغه ولایت کې د پخواني قوماندان جنرال داود د ورور عبدالعلي پر کور عملیات کړي دي.

راپورونه وایي چې یادو ځواکونو. خپله عبدالولي نده نیولی او هغه په تیښته بریالی شوی خو د نوموړي له کوره یې ۳۰ میله وسله او مهمات تر لاسه کړي دي.

عبدالعلي له هغو قومندانانو څخه دی چې په بشري جرمونو او قانون ماتونه باندې تورن دی خو هغه محکمې ته نه حاضریږي.

دا پداسې حال کې دی چې امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د سمنګان ولایت د پخواني امنیه قومندان سید اکرم په کور هم عملیات کړي دي، خو د هغه په نیولو هم ندي بریالي شوي.

د سید اکرم په اړه ویل کیږي چې ۲ ټانګونه او ۲۰ میله وسله یې هم له ځان سره وړې ده.

د یادونې وړ دی چې قومندان علي پور چې مشهور په شمشیر دی تیره ورځ د ملي امنیت ځواکونو له لوري کابل کې ونیول شو خو هزاره ګانو د هغه د نیولو په غبرګون کې لاریون وکړ چې له پولیسو سره یې نښتې هم وکړې او تیره ورځ شل نن بیا اته څلویښت پولیس ټپیان شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button