شين چاي  د پوستکي درملني لپاره ډيرمفید ثابت شوی

روغتیايي څېړونکو د شین چاي استعمال ډير ګټور ښودلی او زیاته کړې يي دی چې د شنه چای استعمال مختلفو ناروغیو د مخنيوي سسبب کيږي ، خو له دې سره سره په یوه نوی څېړنه کې څرګنده شوي چې شين چای د پوستکي د درمنلي لپاره ډېر مؤثر ثابت شوی ویل شوي چې اوس مهال شين چاي د مخ کریمونو یو جز ګرځيدلی دی ، چې په ډيری ملهمونو او کریمونو کې استعمالیږي .

د جرمني یوې فابریکې چې د ارائش توکي جوړوي ويلي دي چې په شنه چاي کې هغه ويټامينونه او عناصر موجودي چې هغه دپوستکي نرم والي او د بشاشیت خاصیت لري ، او د نورو ګڼو طبعي عناصرو ځاي نيسي کوم عناصر چې کم ساري وي .

دغه راز سائنس پوهانو د شنه چای په هکله ويلي دي چې شين چای د خطرناکو کيميايي موادو د مخنيوي توان هم لری .

سميع شينواری

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: