روسیه: د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري

عزم(شنبه، ۱۰ لېندۍ ۱۳۹۷): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار هغه څرګندونې رد کړې، چې گوندې روسیه په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د مسکو د سولې وروستۍ هڅې یې د افغانستان په چارو کې د روسیې لاسوهنه بللې وه.
نوموړې تېره ورځ د روسیې له دولتي خبري اژانس «انټرفاکس» سره په خبرو کې وویل، روسیه د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او غواړي په جګړه کې ښکېلې خواووې د خبرو اترو لپاره لاره پیداکړي.
دې وویل، د مسکو د وروستۍ ناستې مشري افغان حکومت ته نه سپارل د افغانستان په خپلواکۍ د شک په معنی نه وه؛ خو د افغان حکومت نه ګډون یې شکونه راپورته کړي دي.
د تېرې نومبر میاشتې په ۹مه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په اړه نړیواله غونډه وه، چې د طالبانو په ګډن پکې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي وربلل شوي وو.
د مسکو په تېره ناسته کې افغان حکومت رسمي ګډون ونه کړ؛ خو د سولې عالي شورا ځینو غړیو پکې ګډون وکړ او دغه ناسته یې لویه لاسته راوړنه وبلله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له شمشاد تلویزون سره په وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې هر هغې پروسې ته د شک په سترګه ګوري چې مشري یې افغانستان ونه کړي.
«هره هغه پروسه چې په هغې کې د افغانستان مالکیت نه وي او د افغانستان استقلالیت ته شک متوجې کوي، موږ په هغه شي کې اشتراک نه کوو، موږ باید د غونډې کوربانه وای.»
د سیاسي چارو کارپوهان د مسکو وروستۍ ناسته طالبانو ته لویه لاسته راوړنه بولي؛ خو د افغان دولت نه ګډون د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button