د حکومت لخوا د سولې هڅې، که ملت غولونه؟!
خط اول:
په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري په بهرنیو او حکومتي عسکرو بريدونه زيات شوي، چې په ترڅ کې يې ګډو ځواکونو ته په تلفاتو او ښتلو سربېره د هيواد تر(%۶۰) سلنه ډېره برخه هم د ځان تر ولکې لاندي راوستلې ده.
په خپل روا او مسلَم موقف درېدا، غربي نړۍ د طالبانو پښو ته کښته کړه او د افغان جګړي سياسي حل ته یې ليوالتيا وښوده او په همدې موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزرات له لوري د زلمي خليلزاد په مشري يو مرکچي ټيم ته دنده ورکړل شوه چې په همدې هکله د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.
د کابل حکومت ، چې د تشکيلاتو لويه برخه يې، جنګي مجرمين او مفسدين دي، خپل ځان په انزوا کې وليده او د ځان مطرح کولو لپاره يې د سولې د مشورتي بورډ دجوړولو سندرې پيل کړې.
د ملي وحدت په نوم بې کفايته حکومت په خپله دوره کې د خپلمنځي اختلافاتو او اداري فساد له امله، د اقتصاد، امنيت او قانون حاکميت په برخو کې، بيخي ناکام شوی اود راتلونکي لپاره ملت پرې هيڅ راز اعتماد نه لري.
اوس چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته په شمار مياشتې پاتې دي، اوسنی حکومت غواړي يو ځل بيا افغان ملت د سولې د راوستلو په بې حقيقته او پروژه یي شعارونو، او نمایشي ولايتي سفرونو، تېر باسي او يو ځل بيا د واک پر ګدۍ پاتې شي.
د ګډ حکومت له دندو مستعفي شويو چارواکو هم دا خبره کړې او د سولې تش په نوم شعارونه يې، يوه پروژه او د امتيازاتو اخيستلو وسيله ګڼلې ده. چې تر ټولو وروستۍ هغه يې اسلام اباد کې د افغان سفير عمر زاخيلوال په ټويټر څرګندونې دي:
«چې سوله پروژه شي، تشه پروسه شي، بودجه شي، چوکۍ شي، اداري تشکیلات شي، امتیاز شي، شعار شي، لنډ مهاله سیاسي انګیرنه شي، نمایشي کنفرانسونه او سمینارونه شي، او د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتيژۍ، لیکلې موخې او غوڼډې له بسپنه ورکوونکو د مرستې جذبولو او یا له ولسه د رایو راټولولو وسیله شي نو بیا سوله نشي. که کیدای شوای نو اوس به سوله څو کلنه وای!»