له سرطاني ناروغیو سره د ګرځنډه ټېلفون ارتباط:

 

دوه نیم کاله کیږي چی د امریکا د غږ پوهنې څیړونګي په دې څیړنه کوي چې آیا د ملفون یا ګرځنده تلیفون د وړانګو څپې (تشعشات) له سرطان او یا هم مغزي تومور ناروغیو سره مستقیمه اړیکه لري او که نه.

ځواب یی مثبت دی او وایي چې مستقیمه اړیکه لري. دوی په یوه ازمېښت مې پر دې بریالي شوي چې هغه سیګنالونه او یا هغه الکترومقناطیسی موجونه (Electromagnetic Wave) چی له ګرځنده تلیفون څخه خپریږۍ په یوه اوونۍ کې د ۹ ساعتونو لپاره د موږکانو لور ته خپاره کړل چي په نتیجه کې يي دغه موږکان په سرطان او یا هم په مغزي تومور باندی مبتلا شول.

یو له دغو څیړونکو څخه وایي دا هغه شعاع ده چي له ګرځنده تلیفون څخه خپریږي او د میګا هرتز فریکونسي په محدوده کې کار کوي. په ټوله نړۍ کې هغه غټ شرکتونه چي ګرځنده تلیفونونه جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. په ملیاردنو ډالر مصرف او پانګونه کوي چی د دغو څیړونکو د کار نتیجې تر خلکو ونه رسېږي ځکه چې په دې کې د دوی اقتصادي تاوان دی.

اوس پوښتنه دلته ده چې لږتر لږه باید دغه ډول څیړنې خپرې شي چې هغه څوک یا کس چی له ګرځنده تلیفون څخه کار اخلي په دې پوه شي چې څومره زیانونه لري او یا هم څنګه ورڅخه استفاده وشي.

څیړونکي وايي چې په راتلونکو کلونو کې هڅه کوي چې دغه ډول تورې پردې له مخې لري کړي او په رسمی ډول اعلان وکړي چې دغه ډول الکترومقناطیسی امواج څومره زیانونه لري او یا هم څومره سرطان او مغزی تومور رامنځته کوي.

دغو څیړونو هغه وخت د ډېرو پام ځان ته واړاوه چې د ملګرو ملتونو وویل چی په ټوله نړۍ کې له ۷ ملیاردو خلکو څخه ۶ ملیارده له ګرځنده تيلفون څخه کار اخلي.

انجنیر نثاراحمد “ستانکزی ”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button