طالبان: په تېره میاشت کې ۹۹۰ تنه د دولت کارکوونکي ورسره یو ځای شوي

عزم(شنبه، ۱۴ مرغومی ۱۳۹۷): د ۲۰۱۸ز کال په ډسمبر میاشت کې د افغان حکومت ۹۹۰ تنه د بېلابېلو ادارو کار کوونکو له حکومت سره دندې پرېښې او طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو یې د دولت سلګونه کارکوونکي راضي کړي، چې له دولت سره دندې پرېږدي.
«د (۲۰۱۸م )کال دډسمبر په میاشت کي داسلامي امارت ددعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون په هڅو او د ځایې مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کي ۹۹۰ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کاربوخت وو د حقایقو په درک کولو د دغه فاسدرژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یوځای شول .»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، یو ځای شویو خلکو بېلابېلې وسلې، مخابرې او ګڼ مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.
تسلیم شویو کارکوونکو ډاډ ورکړی، چې بیا به له دولت سره کار نه کوي او طالبانو هم د خوندي ژوند ډاډ ورکړی دی.
نږدې هره میاشت د دولت مهم لوړ پوړي چارواکي خپلې دندې پرېږدي او له طالبانو سره یو ځای کېږي.
د افغان حکومت د امنیتي ادارو کارکوونکي وايي، ورځ تر بلې یې په نظامي لیکو کې د عسکرو له کموالي سره مخامخ کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button