عمران خان نن په دوه ورځنۍ دوره کابل ته راځي

news-1432359045-9156_large

(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر نن په يوه دوه ورځينۍ دوره کابل ته راځي دپاکستان دتحريک انصاف ګوند وياند رسنيو ته ويلي چې عمران خان به په کابل کې له افغان دولتي چارواکو سره وګوري او د سيمې د روان وضعيت په اړه به ورسره خبرې وکړي،په دغه سفر کې به له نوموړي سره د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود  قريشي هم ملګری وي.

دتحريک انصاف د ګوند مشر چې له سياست ته له راتلو مخکې يې شاوخوا ۲۳ کاله کرکټ کړی له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان په سياست کې ځان ته دتېرو ټاکنو له لارې  ځای وموند د نوموړي ګوند تېر کال د پاکستان د خيبرپښتونخوا  ايالتي شورا کې تر ټولو زياتې چوکۍ  وګټلې او اوس د خيبر پښتونخوا ايالت والي پرويز خټک دده له ګوند څخه دی.

ويل کيږي چې عمران خان به په کابل کې له افغان چارواکو سره  د افغان کډوالو په ستونزو هم خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په خيبر پښتونخوا کې د  تېر کال په  دسمبر کې په يوه پوځي ښوونځي بريد کې چې لږترلږه  له  ۱۵۰ زياتو زده کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته له هغې وروسته په خيبرپښتونخوا او په ټول پاکستان کې افغان کډوال له زياتو ستونزو سره مخ دي او پاکستاني امنيتي ځواکونه يې وخت په وخت په کورونو چاپې اچوي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button