بدخشان: ۳۷ زر چڼوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم(یکشنبه، ۱۶ مرغومی ۱۳۹۷): د بدخشان ځايي چارواکي وايي، په کوهستان ولسوالۍ کې یو شمېر زرمینځونکي د تونل د نړېدو له امله تر خاورو او ډبرو لاندې شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي، نن سهار څه باندې لس بجې د کوهستان ولسوالۍ اړوند په شپو سیمه کې یو شمېر زرمینځونکي د هغه کېندل شوي تونل لاندې شوي، چې خپله یې کېندلی و.
د ده په خبره، تراوسه له دغه تونل نه د ۳۷ تنو جسدونه راویستل شوي، چې ۳۰ تنه پکې مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره، د کوهستان ولسوالۍ په سیند کې نږدې ۱۰زره زر چڼوونکي زر چاڼوي او د خپل ژوند اړتیاوې له دې لارې پوره کوي.
بدخشان یو د هغو ولایتونو څخه دی، چې نږدې هر کال د واورې ښویېدنې، غره ښویېدنې او نورې طبیعي پېښې پکې کېږي او پراخ کانونه هم لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button