کرېکټ: د ایرلینډ پر وړاندې د تمریناتي کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

عزم (شنبه ۱۳۹۷ مرغومی ۲۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ایرلینډ پر وړاندې د تمریناني کمپ لپاره د ۴۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

نوموړي وویل، د ایرلینډ  سره د ۹ لوبو لپاره یې په لوبډله کې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی او د تمریناتي کمپ د پای سره به د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړي.

یاد لوبغاړي به د ۲۲ ورځو لپاره تمریناتي لوبې وکړي او د راتلونکې میاشتې پر ۲۱مه به د ایرلینډ لپاره د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبې لپاره به لوبغاړي ترې غوره شي.

دغه تمریناتي کمپ د هندوستان په چنای ښار کې ترسره کېږي، چې محمد شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، نجیب الله تره کی، عثمان غني، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، دروېش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدران، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي‌خېل، افسرځاځی، منیر احمد، افتاب عالم، دولت ځدران، سعید شېرزاد، شاه‌پورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، فريد ملک، ګلبدین نایب، راشد ارمان، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياالرحمن اکبر، وقار سلام‌خېل، حمزه هوتک، عبدالواسع، ظاهر خان، عبدالباقي او قیس احمد ټاکل شوي دي.

افغان لوبډلې تېر کال هم له ایرلینډ سره درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې لرلې، چې د دواړو اتلولي افغانستان ګټلې وه.

افغان لوبډله له ایرلینډ وروسته نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ځي؛ خو له نړیوال جام مخکې به له سکاټلنډ او بنګله‌دېش سره هم لوبې ولري.

په سږني نړیوال جام کې افغان لوبډله په لومړي پړاو کې نهه لوبې لري او که چېرته ډېرې لوبې وګټي؛ نو دویم پړاو ته هم تللی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button