مسیر: د امریکا او پاکستان معامله به ناوړه پایلې ولري

 

عزم(یکشنبه، ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷): مسیر ورځپاڼې خپله ننۍ سرلیکنه د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد وروستیو څرګندونو او د باکستان د سفر په اړه ځانګړې کړې چې د افغانستان سولې ته یې د امریکا او د پاکستان د معاملې نوم ورکړی.

ورځپاڼې لیکلي چې خلیلزاد غوښتل د پاکستان په مټ طالبان د قطر پر ځای په سعودي یا پاکستان کې خبرو ته کینوي خو پاکستان له ټولو فشارونو سره چې آن د طالبانو ځینې غړي یې هم ونیول ونشو کړی چې طالبان په سعودي یا باکستان کې خبرو کولو ته اماده کړي.

مسیر لیکي دا چې خلیلزاد له طالبانو سره یو ځای هم ونه لیدل خو بیا هم د پاکستان سفر ګټور بولي چې علت یې نامعلوم دی.

ورځباڼه وړاندې لیکي «په سعودي، قطر او بیا پاکستان کې د سولې د غونډو له لغوه کېدو وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې له جدي خنډ سره مخ شوې دي. وسله‌وال طالبان د خبرو لپاره پر دوو ټکو ټینګار کوي، لومړی دا چې امریکايي استازي باید پر ټاکلې اجنډا (د بهرنیو ځواکونو پر وتلو) خبرې وکړي او دویم دا چې خبرې باید په قطر کې وي. امریکايي استازي بیا غواړي چې غونډې له قطره د باندې په سعودي، اماراتو او پاکستان کې وي او په دې خبرو کې طالبان حاضر شي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. امریکايي استازي دغه راز غواړي چې د ځواکونو د وتلو پر ځای پر اوربند، د بندیانو پر تبادلې، تور لېست او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي. په دې ډول د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي».

دغه سرلیکنه کې راغلي چې خلیلزاد لدغو ټولو ستونزه سره بیا هم له باکستان خوشاله دی او خپل سفر یې دغه هیواد ته ګټور بلی.

د ورځپاڼه لیکي «د خلیلزاد له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې اوس د سولې بحث د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو پر ځای، د پاکستان او امریکا معاملې ته پاتې شوی دی. اوس د سولې په خبرو کې نه افغان حکومت شته، نه طالبان او نه هم کوم بل افغان لوری، بلکې په دې چاره کې پاکستان او امریکا سره خبرې کوي. اوس دې چارې ته د امریکا او پاکستان د معاملې نوم ورکول کېدای شي. پاکستان به امریکا ته ډاډ ورکوي چې طالبان به خبرو ته حاضر کړي، ښايي ځینې طالب مشران په زور او زر حاضر کړي، ښايي د امریکا غوښتنو منلو ته یې هم تیار کړي او ښايي د سولې په نامه کومه هوکړه هم وشي، خو دا به په افغانستان کې د امن او ثبات سبب نه شي».

د لیکوال په نظر دا د سولې د حل لاره نده ځکه «اوس طالبان یوازې پر پاکستان تیکه نه کوي، د سیمې له نورو هېوادونو سره هم اړیکې لري او په افغانستان کې هم پراخه ځمکه لري، نو د پاکستان فشارونه او معاملې به د امنیت او ثبات سبب نه شي. په ټوله کې به د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان معامله ناوړه پایلې ولري».

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button