اشرف غني:امریکایان باید په افغانستان کې له خپلو ګټو تیر نه شي

(عزم جمعه۱۳۹۷ سلواغه ۵)

تر اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله وروسته جمهور رئیس اشرف غني تیره ورځ په سویس کې  نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل،  امریکا یاید له افغانستان څخه ونه وځي ځکه چې په وینا یې هغوی دلته ستراتیژیکې اوږدمهالې ګټې لري چې باید د معاملې پر اساس یې له لاسه ورنه کړي.
نوموړي دغه راز وویل،  امریکا په افغانستان کې د خپل امنیت د خوندیتابه لپاره قربانۍ ورکوي چې باید توجهه ورته وکړي او د ساده جوړجاړیو له مخې پریکړه ونه کړي.

اشرف غني وویل،  د نړیوالو د امنیت د خوندیتابه په موخه یې په تیرو دریو میاشتو کې تر ۱۵ زره ډیرو امنیتي ځواکونو قرباني ورکړي چې په ټوله کې د ده د واکمنۍ پرمهال دغه شمیره ۴۵ زرو تنو ته رسیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په قطر کې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ خبرې د اوربند او افغان حکومت سره مذاکراتو د چمتو کیدو په موخه دي او د امریکایي ځواکونو وتل په کې نه دي مطرح شوي.

تر دې وړاندې اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله هم ورته اندیښنه څرګنده کړې وه او له امریکا یې غوښتي وو چې د طالبانو سره د معاملې ترمخه باید دوی یواځې پرې نږدي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button