هرات او هلمند کې ګڼ امریکایي سرتیري وژل شوي

 

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۷)

راپورونه وایي چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د افغان او امریکایي ځواکونو ګډ عملیات د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي چې په نتیجه کې یې ګڼو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرزیاتوي، دا دوه ورځني عملیات د “سنګچال او پرمکان“ سیمو کې پر لار اچول شوي وو، چې د طالبانو له ځوابي غبرګون سره مخ شوي دي.
طالبان وایي د مخامخ بریدونو په نتیجه کې یې ۴تنه امریکایي سرتیري وژلي او دوه تنه نور ژوبل دي.
طالبانو شپږو (۶) تنو ځانګړو ځواکونو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
د هرات ځایي چارواکو او امریکایي سفارت پر دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د “مانده او زدریګي“ په نامه سیمو کې د امریکایي او افغان ځواکونو عملیاتې قوه د طالبانو له مقاومت سره مخ شوې چې د امنیتي سرچینو په باور ، ګڼه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
طالبانو په یوه وینا پاڼه کې په دغه پیښه کې ۹ تنه کورني او بهرني سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button