ټرمپ: افغانستان کې د سولې خبرې په ښه ډول مخته روانې دي

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۰)

امریکایی ولسمشر ډونالډټرمپ په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو خوښي ښوودلې او ویلي یې دي چې له ۱۸ کلنې جګړې وروسته د مذاکراتو لړۍ په ښه ډول پیل شوې ده.
ټرمپ ویلي ، افغانان د سولې او روښانه راتلونکې په هیله دي او سپینه ماڼۍ د دغو  خبرو ننداره کوي.
ټرمپ وایی، ژر به روښانه شي چې داخبرې کوم لوري ته ځي او آیا بریا ته رسیږي، کنه.
ټرمپ داسې مهال دا غبرګون څرګندوي چې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځنیو مذاکراتو وروسته کابل ته راغلی او له طالبانو سره د مذاکراتو په هکله یې له پرمختګونو خبر ورکړی دی.
طالب چارواکو، د امریکا د دفاع وزیر پټریک شاناهان، د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا خبرې ستایلې او هرکلی یې کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button