پوهنې وزارت: هره ورځ ۲۵ ښوونکي قرضه اخلي

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)

د پوهنې وزارت وایي،  د ۱۳۹۷ کال له پیله د لړم تر میاشتې پورې د دغه وزار د قرض ورکولو له سیستم څخه شاوخوا ۱۲۳۷ تنو ښوونکو پور پیسې اخیستې دي.

دغه وزارت وایي،په لومړیو کې په ورځنۍ توګه له ۵ تر ۷ ښوونکو پورې د قرض ورکولو صندوق ته مراجعه کوله خو اوس دغه شمیر دورځې تر ۲۵ تنو پورې سیدلی دی.

دپوهنې وزارت په وینا، مخکې یې هر ښوونکي ته له ۱۰ زرو افغانیو پورته قرضه نه ورکوله،  خو اوس دا کچه تر ۱۸ زره افغانیو لوړه شوې چې په وینا یې اوسمهال ،په منځنۍ توګه د میاشتې له څلورو تر ۵ میلیون افغانیو قرضه ښوونکو ته ورکوي  .

د وزارت چارواکي  وایي، د قرضې ورکولو سیستمونه یې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې ایجاد کړي دي او دغه راز یې د بودیجې کچه ۴۵ افغانیو ته رسیدلې.

د پوهنې وزارت لخوا د قرض ورکولو سیستم په ۱۳۹۳ کال کې جوړ شو چې موخه یې له ښوونکو سره دستونزو پرمهال مرسته وه.

وزارت وایي،  ۱۵ میلیونه افغانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې، دوه میلیونه د جمهور رئیس غني له مرستو، ۱ میلیون او ۷۶۴ زره افغانۍ د ۲۲ دولتي بنسټونو او د وزیرانو او د هغوی د مرستیالانو له میاشتنۍ تنخواه، ۲۱ میلیونه افغانۍ د حاجیانو د سفر له پیسو څخه د ښوونکو د قرضې ورکولو صندوق ته ورکول شوې دي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button