سمنګانو کې ۱۶ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم (دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵): د سمنګانو امنیتي مسوولین وايي، په دره صوف ولسوالۍ کې لس اربکیان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د ولایتي شورا غړی محمد پذیر بسیج وايي، تېره شپه طالبانو د دره صوف ولسوالۍ اړوند د غرب دریا ته څېرمه د ګوله په سیمه کې د اربکیانو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې له امله یې ۱۶ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په دغه نښتو کې د دره صوف د اربکیانو مشر برهان الدین له سیمې روغ وتلی؛ خو جنګیالي یې وژل شوي دي.

د بسیج په خبره، د دره صوف ولسوالۍ امنیتي حالت نازک دی او هره ورځ طالبان ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

اخوا، د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا ویل شوي، چې تېره شپه یې په دره صوف کې ۱۹ اربکیان وژلي او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له نیول شویو پوستو یې ټولې وسلې هم وړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button