میډل ایسټ ای: برتانوي ځواکونو افغانستان او عراق کې د ماشومانو په وژلو اقرار کړی

 

یو شمیر برتانوي ځواکونو د افغانستان او عراق په جګړو کې د ماشومانو په وژلو باندې اعتراف کړی دی.

میډل ایسټ آی ویب پاڼې لیکلي چې یو شمیر برتانوي سرتیرو ورته د مرکې پر وخت ویلي، هغه مهال چې د افغانستان او عراق په جګړو کې مصروف وو ماشومان او ځوانان یې په نښه کړي دي.

دغه ویب پاڼه لیکي چې سرتیرو ورته ویلي هغه مهال چې افغانستان کې وو دوی ته اجازه ورکړل شوې وه په هغو کسانو برید وکړي چې موبایل یا نور وسائل ولري یا مشکوک وي چې له بې ګناه وګړو سره یې توپیر نه کیږي.

همدا راز یې ورته ویلي چې په څو ځایونو کې یې د تحقیق په مهال هم په ځوانانو ډزې کړي او وژلي یې دي.

د برتانیې د سرحدي ځواکونو یو تن افسر ورته ویلي چې «زه څو ځله په افغانستان کې د سپینږیرو او ماشومانو د وژلو شاهد وم، آن چې یو ځل زمونږ یو تن افسر یو ۸کلن ماشوم باندې ډزې وکړې او هغه یې د پلار په مخکې داسې مهال و وژلو چې د خپل یوه بل ځوی جسد یې خښولو او هغه هیڅ کوم جرم هم نه وو کړی.

دا پداسې حال کې دی چې تر دې مخکې هم بار بار بهرنیو سرتیرو ځینو رسنیو ته پدې اړه اقرار کړی او ځینو خو لا دا هم ویلي چې د خلکو له وژلو یې خوند اخیست.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button