د کابل حکومت د مسکو غونډې په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

 

عزم(پنجشنبه، ۱۸ سلواغه ۱۳۹۷): بي بي سي د بهرنیو چارو وزارت د یوې باوري سرچینې په اړه لیکلي چې ګډ حکومت د مسکو غونډه کې د یو شمیر طالب مشرانو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسما شکایت کړی.

بي بي سي د دغې سرچینې په حواله لیکلي چې قطر کې میشت یو شمیر طالب چارواکي د ملګرو ملتونو په تورلیست کې دي چې له همدې امله سفرونه نشي کولی خو هغوی د مسکو غونډې ته د ګډون لپاره بلل شوي او تللي وو.

دغې سرچینې لیکلي مخکې تر دې به چې هر ځای داسې سفرونه کیدل امنیت شورا به له افغان حکومت سره خبره شریکوله د هغوی تر اجازې به وروسته سفر کیدلو خو دا ځل حکومت ته هیڅ خبر هم ندی ورکول شوی.

د مسکو غونډه کې تر څلویښتو پورې افغان سیاستوال او پخواني چارواکي او لس تنه طالب استازو شتون درلود خو د حکومت هیڅ چارواکی پکې نه وو چې له همدې امله یې حکومت هم وارخطا کړ او د یادې غونډې ګډونوال یې بې صلاحیته بللي وو.

د ویلو ده چې. مسکو غونډه په یوه ګډ پریکړه لیک پرون پایته ورسیدله چې ټولو ګډونوالو یې د بهرنیو ځواکونو د ویستلو اړوند د هلو ځلو ژمنه وکړه، خو ولسمشر غني بیا څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یو لیک لیږلی وو او د امریکایي ځواکونو د نه وتلو غوښتنه یې ترې کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button