پاکستان په افغان سوله کې د پردې تر شا د امریکا مرسته کوي

 

عزم: (یکشنبه، ۲۱سلواغه، ۱۳۹۷ل)، رویټرز خبري آژانس وایی، پاکستان د امریکا د هغو هڅو په برخه کې چې غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي؛ د ملاتړ په موخه د پردې تر شا مرکزي نقش غوره کړی او د امریکا مرسته کوي.
دغه څرګندونې امریکایي او د طالب سرچینو رویترز خبري آژانس ته کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې له مخه اسلام آباد د سولې په چارو کې د امریکا او کابل له سختو نیوکو سره مخ وو.
ویل شوي دي چې په دې کې د طالب استازو له پار د سفر زمینې برابرول هم شامل ديٍ.
المان ږغ وایی رویټرز ته ویل شوي چې د سولې په بهیر کې د پاکستان په تازه همکاریو کې د طالب استازو له پار د سفر زمینې برابرولو ترڅنګ، د طالبانو پر هغو مشرانو باندي فشار اچول هم شامل دي چې سولې ته غاړه نه ږدي.
المان ږغ د رویټرز په حواله وایی چې د طالبانو ځینو سرچینو ورته ویلي، چې پاکستان په دې موخه د طالب مشرانو د کورنۍ غړي بندیانوي چې د سولې خبرو ته چمتو شي.
خو پاکستان بیا د سولې په بهیر کې په احتیاط مرسته کوي. دا ځکه چې که پاکستان په لږ وخت کې ډیر طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي، نو په حقیقت کې به پر دې هیواد باندې د امریکا او کابل له خوا لګېدلي پخواني تورونه ثابت شي. کابل او واشنګټن پر اسلام آباد باندي له کلونو راهیسې تور لګوي چې پر طالبانو ډیر نفوذ لري او دغه ډله د خپلو ګټو له پاره کاروي.
طالبان هم نه غواړي چې داسې راڅرګند شي، چې ټول واک یې د اسلام آباد او یا بل چا په لاس کې وي، طالبان ټینګار کوي چې خپله مستقله اجندا لري او د کوم هیواد د ګټو ساتنه نه کوي.
یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د خپل نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: « موږ پوهیږو چې د هغوی [پاکستان] له مرستې پرته دا هر څه شوني نه ول.»
دغه چارواکي زیاته کړې: «هغوی [پاکستانیانو] د دوحې په بحث کې د ګډون له پاره د سفر زمینه برابره کړې وه ».
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو وختونو کې د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته دنده سپارلي ده چې د افغانستان جګړې ته یوه سیاسي حل لاره ومومي. په همدې موخه خلیلزاد له میاشتو راهیسې له طالبانو سره ویني چې د سولي پر یوه توافق هوکړي ته سره ورسیږي.
د طالبانو سرچینو هم ویلي دي چې د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش بنیادي دی. په یوه مورد کې اسلام آباد د یوه مذهبي مشر په لاس د طالبانو مشرانو ته پیغام استولی چې له امریکایانو سره خبري وکړي، که نه نو د دې امکان شته چې پاکستان له دې ډلې سره خپلې اړیکې وشلوي.
د طالبانو یوه غړي ویلي دي چې پاکستان د فشار راوړلو په موخه د طالبانو د کورنۍ غړي زندانونو ته واچول. هغه زیاته کړې: «ما هیڅکله هم پاکستان دومره جدي نه دی لیدلی.»
د طالبانو دغه غړي هم د خپل نوم له ښوولو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې اوس اسلام آباد د سولې د خبرو له کبله پر طالبانو او د هغوی د کورنیو پرغړو باندي بې ساری فشار راوړی دی.
د طالبانو دغه مشر ویلي دي: «هغوی موږ ته دا خبره روښانه کړه چې باید له امریکا او افغان حکومت سره وغږیږو.»
امریکایي جنرال جوزسف ووتل، په روانه اوونۍ کې د خپل هيواد سنا ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې پاکستان د سولې په خبرو کې مرسته کړې ده.

خو پر دې ټولو سربیره امریکایي چارواکي اوس هم د پاکستان کړه وړه په احتیاط سره څاري، ځکه اسلام آباد تر اوسه پوري هيڅ داسي اقدام نه دی کړی چې له کبله دې یې وضعیت بیرته خپل پخواني حالت ته د ستنیدو وړ نه وي. واشنګټن اوس هم پاکستان ته خپلي پوځي مرستې کنګل ساتلي دي.
دا ادعاوي په داسي حال کې کیږي چې طالبانو په صراحت سره ویلي چې د سولي په خبرو کې نه چا ورباندي فشار اچولی، نه په دې برخه کې د فشار اړتیا شته او نه د چا فشار ته غاړه ږدي.
د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته داسي وضاحت کړی: « د اشغال تر پیل وړاندي موږ امریکا ته ویلي وو چې د جګړې پيل کیدو پرځای باید راشي خبرې راسره وکړي، بیا په ۲۰۱۳ کال کې چې موږ په دوحه کې دفتر خلاص کړ د همدې لپاره وو چې موږ له امریکایانو سره سیاسي خبرې پيل کړو او د جګړې لاره د امریکا لپاره ګټونکی نه ده، خو امریکا نه منله او د زور او جنګ لاره يې نیولی وه، اوس چې امریکا حاضره شوه چې له موږ سره خبرې وکړي دا خو نو د امریکا د موقف تغیر دی چې له جګړې څخه خبرو ته راغله، زموږ هغه پخوانی موقف دی چې جنګ پر موږ تپل شوی، موږ د خبرو طرفدار وو او اوس هم یو. نو په دې کې د جا لخوا د فشار د استعمال خبره هيڅ ځای نه لري او نه موږ کوم تغیر کړی چې د فشار نتیجه وبلل شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button