ننګرهار: له پاکستانه د کبانو پر واردولو بندیز لګېدلی

عزم(پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې په کلني ډول ۶سوه ټنه کبان تولیدېږي، چې د دې ځای د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، له دې وروسته افغان سوداګر نه‌شي کولی له پاکستانه کبان را وارد کړي.

په کلني ډول له پاکستانه ننګرهار ته د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کبان را واردېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک په مالي مرسته د کبانو د تولید ۲۰۰۰ فارمونه جوړ شوي، چې د نیمو خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.

په ننګرهار کې د کبانو د روزنې ۱۸۳، په لغمان کې ۵۵ او په کونړ کې ۱۲ فارمونه جوړ شوي، چې په کلني ډول ۶سوه ټنه کبان تولیدوي.

په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسېږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي او له دغو فارمونو څخه په کال کې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدېږي.

له پاکستانه د کبانو د واردولو د بندیز لامل خراب کیفیت او پر کبانو د ډېر وخت تېرېدل ښوودل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button