طالبان ولې اسلام آباد ته ځي؟

ډاکټر پارسا:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې د روانې میاشتې په ۱۸تاریخ د دې ډلې یو ډیپلوماتیک هیئت به د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي او د عمران خان په شمول به له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

طالبان چې د امریکایي یرغل په لومړیو کلونوکې زیر زمین( انډر ګراونډ) حرکت بلل کیده، په وروستیو کلونو کې له ډیر قوت او فعالې ډیپلوماسۍ سره د سیاست سټیج ته راګرځيدلي دي. د طالبانو سیاسي استازو له فرانسې ونیسه، تر سویس، جاپان، چین، اندونیزیا، روسیې، ایران، منځني ختیځ او ګڼو نورو هیوادونو پورې ګڼ شمیر ډیپلوماتیک سفرونه کړي دي. د افغانستان په ګاونډیانو کې طالبانو ایران، ترکمنستان او چین ته بیا بیا سفرونه کړي، داسې ویل کیږي چې طالبان له ازبکستان سره هم د تماس تر کچې رابطه لري. خو  پاکستان ته د طالبانو د ديپلوماتیک پلاوي سفر او په لوړه کچه لیده کاته په لومړي ځل مطرح کیږي.

پاکستان چې له افغانستان سره دوه نیم زره کیلومټر پوله لري، له دې علاوه د ګډو کلتوري، دیني او تجارتي اړیکو له امله د افغانستان یو مهم ګاونډی بلل کیږي، یو داسې هیواد دی چې افغانستان ورسره مثبت تعامل ته اړتیا لري. اوس چې د راتلونکې سوله ییز افغانستان په اړه خبرې او تفاهمات په سرعت سره جریان لري، طالبان هم د لانجې د یوه لوري په حیث باید خپل ډیپلوماتیک روابط او د تفاهم دائره پراخه کړي. لکه څنګه یې چې په نړیواله کچه له امریکایانو سره مذاکرات پیل کړي، په داخلي کچه یې د ماسکو د کانفرانس په تدویر سره د بین الافغاني تفاهم دروازه خلاصه کړې. په منطقوي کچه هم اړتیا ده چې د افغانستان مهم ګاونډیان لکه چین، ایران او پاکستان سره باید مفاهمه او سیاسي تعامل ولري او په دې حساس وخت وخت کې خپل پیغام ورته ورسوي.

په فیسبوک او عامه رسنیو کې ځینې خلک انتقاد کوي چې طالبان ولې پاکستان ته سفر کوي. دې منتقدینو ته باید ووایو چې آیا تاسو نه ګورئ چې د شخړې مقابل جانب ( په خاص ډول زلمی خلیل زاد) چې له واشنګټنه را روان شي نو د افغانستان د موضوع په رابطه له چین، هند او پاکستان ونیسه تر مرکزي آسیا پورې د سیمې د ټولو هیوادو پلازمینو ته سفرونه کوي. په لوړه کچه ورسره مذاکرات کوي او د سولې د روانې پروسې په اړه ورسره د افکارو تبادله کوي.

طالبان د یوه مستقل او سیال سیاسي قوت په حیث د بالمثل ډیپلوماتیک تعامل حق لري. د راتلونکي ثبات او په خاص ډول د خپل اولس او مهاجرینو د ګټې لپاره یاد سفر او په لوړه کچه لیده کاته مثبت تأثیر درلودلی شي.

د پاکستان لخوا طالبانو ته د سفر رسمي بلنه داسې څرګندوي چې اوس د نورې نړۍ په شان د دې هیواد چارواکي هم طالبانو ته د پخوا په نظر نه ګوري او نه یې هم د یوې باغي ډلې په حیث ارزوي. تر دې پخوا خو دوه لسیزې په دې مغالطه کې تېرې شوې چې امریکایانو او د کابل حکومت طالبان د پاکستان لاستړلي امر منونکي بلل او تل یې د خبرو میز ته د طالبانو د کینولو لپاره له پاکستان سره چنې وهلې.

د پاکستان ځینو چارواکو هم له همدې غلط فهمۍ د خپلو سیاسي او مادي ګټو  د یوې وسیلې په حیث استفاده کوله. کله به یې امریکا ته د څلور اړخیزو غونډو او مذاکراتو وعدې ورکولې. کله به یې د مري د غونډو په شان د نمایشي مذاکراتو هڅې کولې، کله به یې په طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دې ډلې کسان بندیانول. خو له دې ټولو هڅو او دسیسو وروسته د وخت په تیریدو د طالبانو استقلال او حقانیت د لمر په شان وځلید. طالب د هیچا زور او اکراه ته تسلیم نه شو،  او اوس دا دی ټوله نړۍ شاهده ده چې د امریکا او طالب مذاکرات په قطر کې ( ون بای ون) روان دي او طالب له ټولو آزمونونو په دنګه غاړه خپلواک راوتلی دی.

نو له یاد آزمویل شوي او خپلواک دریځه که اوس طالب چین ته سفر کوي یا که د ماسکو یا اسلام اباد دوره کوي، یوازې یې د دوی سیاسي فعالیت او ډيپلوماتیکه ځواکمني بللی شو او بس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: