کرېکټ: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ سبا پیلېږي

عزم(سه شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې سبا پنجشنبه د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبو لوبلړۍ د هندوستان د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغاړي کې پیل شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو دغه لړۍ د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۱مه پیلېږي او د مارچ تر ۱۹مې به وغځېږي.

افغان او ایرلینډ لوبډلو د درې واړو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

افغان لوبډله له تېرې یوې میاشتې راهیسې په هندوستان کې په تمریناني لوبو بوخته ده، چې له ډېرو ځايي لوبډلو یې لوبې ګټلي دي.

د افغانستان له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان لوبډلې د لوبډلمشر اصغر افغان له قوله ویل شوي«زموږ لوبډله له تېرې یوې میاشتې راهیسې دلته په هندوستان کې پر تمریناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو. د ایرلينډ پر وړاندې د سیالیو راتلونکې لړۍ به له دوی سره د کرېکټ نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې هم مرسته وکړي.»

د ایرلینډ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر پال سټرلینګ ویلي«د افغانستان لوبډله، یوه پیاوړې لوبډله ده او له تېرو څو کلنو راپدېخوا یې په شل اوریزو لوبو کې ښې لاسته رواړنې درلودې. دا زموږ لومړی ځل دی چې په دهرادون کې لوبې کوو او هڅه به مو دا وي چې دلته له هوا سره هم ځان بلد کړو، ترڅو په راتلونکو لوبو کې له سیالې لوبډلې سره رقابتي لوبې وکړو»

د دغو سیالیو او د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام لپاره د تیاریو په موخه، د افغانستان د کرېکټ لسګونه لوبغاړو د جنوري په ۲۳مه د هند په بنګلور کې تمریونه پیل کړل، چې وروسته یې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبې لپاره لوبغاړي اعلان کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button