طالبان: “د کابل د رژیم په رګونو کې د وارخطايۍ میږي ننوتلي“

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ کب ۷)

طالبانو د “ورځې خبره“ تر عنوان لاندې په خپله رسمي مقاله کې ویلي، د اشرف غني په مشرۍ حکومتي اداره له سولې ویره لري او د خپل منصب او واک له امله نه غواړی روان بحران ته د پای ټکی کیښوودل شي.

طالبانو ویلي،

“د اسلامی امارت روانې سیاسي او دیپلوماتیکي بریا او د سولې معقول دریځ چې د امریکا په ګډون ټولې نړۍ تائید او د عملي کېدو ژمنه یې وکړه ،خو یواځې د کابل ادارې لیون الحاله چارواکي چې سرې لمبې پرې بلې او په هرې غونډې او کنفرانس کې یې کوکارې پیل کړې ؛ چې خارجي قواوې باید ددوي له څنګه ورکې او لیرې نشي او د سولې خبرې دې په اصطلاح ددوي په مالکیت او مشرۍ کې ترسره شي“

مقاله کې راغلي ، له تېرو څو کلونو راهیسې دکابل حکومت د سولې نمایشي او له مکرونه ډک شعار ته د پرمختګ ورکولو په خاطر د جرګو ، مرکو او مختلفو کنفرانسونو په نوم ملیاردونه ډالر مصرف کړل او چارواکو یې په مسلسل ډول دا بیانيې ورکولې ؛ چې د سولې د راوستو په لار کې هر ډول خدمت او قربانۍ ته ؛ حتی چې د خپل سر ځارولو ته هم چمتو دي .
خو په وینا یې چې،

“ کله د عمل وخت راورسېد ؛ امریکایان د افغان ولس د تاریخي مقاومت اوسپیڅلي جهاد په نتیجه کې اماده شول چې نور له افغانستان څخه بستره ټوله کړي او له اسلامي امارت سره یې مخامخ خبرې پیل کړې ؛ نو په دې وخت کې د کابل د اجیر رژیم په رګونو کې د وارخطايۍ میږي ننوتل ، او هڅې یې پیل کړې چې د امریکایانو او اسلامي امارت ترمنځ د سولې او خبرو اترو دا کامیابه لړۍ شنډه او په وړاندې یې ډول ډول خنډونه ورجوړ کړي .“

طالبانو د دې کار لامل د حکومتي چارواکو له واک او منصب نه زړه نه صبریدل ښوودلي او زیاته کړې یې ده چې “ د مفکر له چوکۍ او عیش عشرت څخه زړه نه صبریږي ؛ له یوې خوا یې د هېواد په کونج کونج کې د ملکي او بې ګناه افغانانو قتل عام ته زور او شدت ورکړی او بلخوا يې په څنګ کې ورسره دا مکرجنه او جعلي هڅه پیل کړه چې د سولې د څرنګوالي په اړه به لویه جرګه راوغواړي“

طالبانو پر حکومت ژغ کړی چې اوس امریکایان له خپلې ټولې استعماري دبدبې سره له ګران هېواد افغانستان څخه ځي او پاتې کیدل د ځان تباهي بولي ؛ نو د کابل رژیم ټول چارواکي دې خپل ګریوان کې سر ښکته کړي چې دوي به د افغانانو د ارادي او غلبي په صورت کې دلته څومره ایسار او باقي پاتې شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button