هند: د پاکستان ممکنه برید ته د “تیارسۍ“ په حال کې یو

 

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ کب ۷)

پر پاکستان هیواد د هند تر برید او د پاکستان تر ګواښونو وروسته هند خپل پوځ ته د تیارسۍ امر کړی دی.

هندۍ نشریې ‘ټایمز اف انډیا’ ویلي، چې حکومت یې د ممبۍ په ګډون پنځو نورو ښارونو ته امر کړی دی چې د تیارسي په حالت کې و اوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي چې هند ته به داسې ځواب ورکړي چې هغوی به حیران کړي.
غفور ویلي، هند دغه بریدونه په یوه شاړه ځمکه هغه وخت کړي کله چې مونږ ځوابي غبرګون ته ځان چمتو کاوو او په وینا یې چې ‘د هند هدف پر ملکي خلکو برید کول و، چې دوی وکولای شي د ترهګرو وژلو ادعا وکړي

نوموړي ویلي چې که هند غوښتل، پر پوځي هدفونو برید وکړي، له پولې تېرېدو پرته یې هم داسې کولای شوای، خو په وینا یې هغوی یوازې (وچه منډه) کوله.
هندي پوځ په دغه برید کې تر ۲۰۰ د زیاتو وسلوالو د وژل کیدو ادعا کړې خو پاکستان یې ردوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button