طالبانو د مذاکراتو ترڅنګ مشورتي او تخنیکي ټیمونه هم په کار اچولي

 

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ کب ۸)

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچینې وایي چې اوسمهال طالبانو د امریکایانو سره د سولې له خبرو سره یوځای څو ټیمونو ته دنده سپارلې چې د دغو خبرو په هکله مذاکراتي بورډ ته مشورې برابرې او تخنیکي اړخونه یې وسنجوي.

دغه ټیمونه کرۍ ورځ د مذاکراتو بهیر تعقیبوي او د پردې ترشا د مذاکراتو په هکله خپلې ارزونې کوي.

د طالبانو مشورتي ټیم

دواړه ټیمونه د طالبانو له مشرانو، سیاسي شنونکو، قانون پوهانو او د سیاسي برخې له مبصرینو سره په تماس کې دي او د هغوی مشورې او نظرونه ټولوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، ” په دواړو ټیمونو کې د سیاسي دفتر ټول غړي ځای پر ځای شوي او ټوله ورځ د مذاکراتي بهیر تر څنګ تیروي، تر څو پر وخت مشورې تهیه او د میز پر سر یې مذاکراتي ټیم ته په واک کې ورکړي“

د خبرو اجنډا بیا هم د امریکایانو پر بشپړ وتلو او له افغانستان څخه امریکا ته د زیان نه اړولو پر موضوع ورټوله ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button