افغان مسافرين د تورخم د پولې له ساتونکو شکايت کوي

n00042276-b

تورخم(عزم : چهارشنبه، ٣ چنګاښ ۹۴ ل)

د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله تورخم افغان مسافرين د افغانستان د سرحدي پوليسو څخه شکايت کوي او وايي چې سهار تر ناوخته يې دروازه د مسافرو په مخ د تګ راتګ له پاره بنده کړې وي.
له سيمې څخه د عزم ويب پاڼې خبريال په يوه راپور کې ويلي چې د پولې دېخوا ګڼ شمېر ناروغان،سپين ږيري، ښځينه او ماشومان راټول او منتظر وي او ددوی په سر يوازې يو سرحدي پوليس ولاړ وي او د هيڅ مشکل او عذر له وړاندې کولو سره سره بيا هم اجازه نه ورکوي په داسې حال کې چې اخوا د پاکستان  سرحدي پوليس مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.

433F6002-C62C-4CB4-84AF-7715283F1EF6_mw1024_s_n
ددغو افغان مسافرينو څخه د محمدشريف په نامه يوتن چې له لغمان ولايت څخه تورخم ته راغلی وو او خپل رنځور پلار يې د تداوۍ له پاره پاکستان ته لېږداوه  د عزم ويب پاڼې خبريال ته  وويل چې د پاکستان دلوري د پولې ساتونکي حاجتمند خلک،او ناروغان پريږدي خو دوی موږ ته د تګ اجازه نه راکوي.نوموړي زياته کړه چې موږ په روژه کې ددې له پاره وختي له کوره راووځو چې په روژه کې په تکليف نه شو خو دلته په دې تورخم کې د انتظار له وجې د ټولې ورځې تکليف راباندې تېرشي.
يوتن موټروان د عزم ويب پاڼې خبريال ته وويل چې موږ دلته هره ورځ راځو او دا حال وينو خو دپولې ساتونکي د هيچا عذر او مشکل ته نه ګوري،نوموړي زياته کړه پرون يو ناروغ په ډېر بد حالت کې وو او پيوازو يې په لاس ګاډي کې اچولی و خو اجازه يې نه ورکوله وروسته يې همدغه ناروغ په دوه کسانو ونيوه او د افغان پوليس له مخې په ډېر سوال او زارۍ تېر شول.

F19F5ACA-12A0-4FD9-926B-F63BA6A2A439_w640_h360_s

يو تن مسافر عبدالرؤف وويل چې اوس خو ورځ ده او لمر بيخي ځمکې ته راښکته شوی دی شاوخوا پاوکم شپږ بجې دي اوس ولې دوی دروازه نه خلاصوي نوموړي وويل چې په ځای ددې چې دولت ولس ته خدمت وکړي ولس ته يې جنجال او مشکل جوړ کړی دی،نوموړي وويل چې که دوی په بوزه کې دروازه ناوخته خلاصوي په کار ده چې په روژه کې خو د خلکو مشکلاتو ته وګوري او لاره د روژې به نسبت وختي خلاصه کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د تورخم افغان پوله ساتوونکيو له مسؤلينو سره وګورو خو بريالي نه شوو.
او په تورخم کې د لارې په سر ولاړ يوازې يو تن عسکر څخه  وپوښتل شول چې ولې تاسو دروازه ناوخته خلاصوئ؟
نوموړي وويل چې ماته د قومندان امر دی زه نه شم کولای چې د هغه له اجازې پرته چاته اجازه ورکړم تر څو چې قومندان امر نه وي کړی لاره به د خلکو په مخ تړلي وي.
نوموړي وويل چې قومندان موږ ته په مخابرې امر کوي او موږ له هغې وروسته دروازه خلاصوو.
د يادونې وړ ده چې د تورخم په پوله ځينې وخت د پولې په سر د افغان او پاکستاني پوله ساتوونکو سرتيرو له خوا يو بل سره د جنجالونو د رامنځته کېدو او نورو امنيتي ګواښونو له امله ياده پوله د افغان مسافرو په مخ تړل کيږي چې مسافر له سختو ستونزو سره مخ کوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button