داعش د ننګرهار د تېرې ورځې برید مسوولیت ومانه

عزم(پنجشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۷ ل): له اوږده ځنډ وروسته داعش ډلې په ننګرهار کې د پروني ډله‌ییز برید مسوولیت ومانه.

د داعش ډلې له لوري په خپاره شوي خبر کې د پروني برید مسوولیت منل شوی دی.

پرون د ننګرهار له هوايي ډګر سره په نږدې سیمه کې پنځو بریدګرو پر یوه ساختماني شرکت برید وکړ، چې له شپږ ساعته نښتې وروسته دغه برید هم پای ته ورسېد.

د ننګرهار ځايي چارواکو پرون ویلي وو، چې په دغه برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

یاد ساختماني شرکت د E.B.E په نامه دی، چې د ننګرهار په هوايي ډګر کې د بیا رغونې چارې مخته وړي.

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې د داعش بریدونه کم شوي وو؛ خو پرون یې یو ځل بیا خپلو بریدونو ته مخه کړه.

په افغانستان کې لا هم د داعش تر شا د حکومت او امریکا لاس یادېږي، چې په مټ یې غواړي طالبان کمزوري او یا په افغانستان کې مذهبي جګړه پیل کړي.

څو میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار جنرال جرئت په دفتر کې د بریدګرو واسکټونه هم ونیول شول؛ خو تراوسه یې قضیه معلومه شوې نه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button