د لباس شرعي اصول(1 برخه)

مفتي محمد تقي عثماني صاحب

ژباړه: جبیر افغان

د اسلام تعلیمونه د ژوندانه له هرې څانګي نه چاپیر دي، ځکه یې تړاو زمونږ د ټولنیز ژوند او ناستي ولاړي سره هم ژور دی. د ژوند هیڅ یوه برخه د اسلام له تعلیمونو څخه خالي نه ده چې لباس یې هم یو اړین جز دی ځکه قرآن کریم او احادیثو هم د دې په اړه تفصیلي لارښوني بیان کړي دي.

د نني عصر پروپاګند

نن صبا زمونږ په دور کې دا پروپاګند په خورا زیاته پیمانه کیږي چې لباس خو یو داسي شی دی چې د هر قوم او وطن د حالاتو سره تعلق لري، ځکه خو که یو څوک د خپلي خوښي او ماحول سره سم لباس غوره کوي نو په اړه یې په منځ کې شریعت راوړل یا د شریعت احکام اورېدل تنګ نظري ده. او دا خو مونږ له خلګو څخه ډیر اورو چې علماؤ له خپله ځانه قیدونه او شرطونه پکي اضافه کړي دي کنه په دین کې خو ډیره اساني ده، الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم خو په دین کې دومره پابندیاني نه دي ایښي بلکي دا ده ملایانو خپل اضافه کړي شرطونه دي او همدا د دوی د تنګ نظرۍ دلیل دی او د همدې تنګ نظرۍ په نتیجه کې هغوی خپله هم ډیر څه پرې ایښي دي او نور یې هم پرېښودلو ته آماده کړي دي.

هر لباس خپل اثر لري

ښه پوه شئ! چې د لباس معامله دومره اسانه او ساده نه ده چې انسان چې څه غواړي وادې غوندي خو د لباس دي د هغه پر دین، اخلاقو، ژوند او د ژوندانه پر چارو اثر ونه لوېږي. دا یو منل شوی حقیقت دی، شریعت خو تل بیان کړی دی او اوس د نفسیاتو او سائنس ماهرینو هم دا حقیقت منلی دی چې د انسان د لباس د هغه پر ژوند، اخلاقو او کړو وړو ژور اثر لویږي. لباس یوازي یوه جامه نه ده چې انسان یې اغوندي بلکي همدا لباس د انسان پر عملي ژوند، فکر او ذهنیت باندې هم ژور اثر اچوي ځکه لباس ناڅه او معمولي مه ګڼئ.

نوربیا…… ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button