پـــــکار ده

محمد عابد لغماني

میـــــنه،آزادي،وطـــــن ښایســــــته پکار ده
د مرضونو مور اشغال ته خاتــــمه پــکار ده

دلتـــه آهـــونه،فـــریادونه دیتــم سـلکې دي
دلته پټـې پـکار درمـل پکار پرده پـــــکار ده

ماشــــــوم مبـــایل نه داســې لـــــرې ساتئ
ماشوم ته لاس کې سپاره او کتابچه پکار ده

داســـلامی نـــظام لپـاره دی لازم او مــلظوم
تاته عصـــری علوم او ماته مــدرسه پکار ده

د فســـادونو او فتنـــو دغه دوران کــې ګـله
مجـــــرادانو ته ګــوژده چـاته روژه پکار ده

مونـــــــږ د کــــــرکټ مــــخالفـــت نه کــوو
خــــــــو هــــر یـــو کـار ته اندازه پـــکار ده

ځینــــــــې یــــــاران لکه حــــــــلوا او ډوډې
ځــــــــینو ته ســــــمه حوصـــــله پـــکار ده

د کــــــــابل جان دا نازولي ګلورین تندي ته
د طـــــــــٰالب جان سپیــــنه جنډه پـــکار ده

چــــې مــــې ورانـــې راتــه جومات او ممبر
هـــغو ته تــــوره د عــــمر زیړه ډبــه پکار ده

ته داســــــې ما وایـــــه چــــې نـــه ماتیــږي
دا به ماتیږي خو سپېــــڅلې عقیـده پکار ده

ښایســـــــته یاران مازیـــــګرې او شیـن چای
عابــــده ســــوله امنیـــت وړه دیــره پکار ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button