د بګرام له زندانه حکمتیار ته لیک !

آسیر فراهي
محترما : زه فراهي، چې اوسمهال د بګرام په زندان کې شپې او ورځې تیروم؛ غواړم، تاته لږ حقائق ولیکم.
۱۳۸۷ کال وو، چې زموږ د افغانستان د مجاهدینو لپاره ئې د فتحو کال هم شمېرلی شو؛ ځای پر ځای د مجاهدینو فتحې روانې وې او په دې لیکو کې زه هم د حزب اسلامي تنظیم د عضویت لرونکی یو ځوان مجاهد وم. څرنګه مې چې پلار د روسي یرغلګرو په خلاف د شهادت جام نوش کړی وو؛ نو زما پښتنې مورکۍ زه هم ؤ هڅولم تر څو د صلیبي یرغلګرو په خلاف جهاد شروع او ادامه ورکړم او د افغان ځواکونو په خلاف یو ډز هم ؤ نکړم، دا یواځې زما د مورکۍ لارښوونه نه وه؛ بلکې زموږ د ګوند ( اسلامي حزب ) د نظامي تګلارو او اهدافو څخه یوه وه. کوم کال، چې پورته مې ترې یادونه کړې؛ د ننګرهار، خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د یرغلګرو لخوا راباندې چاپه واچول شوه، لومړی، ډېر سخت ووهل شوم؛ حتٰی تر دې، چې چپ لاس یې هم رامات کړ، وروسته په همدې خوږ لاس ؤ تړل شوم، توره خولۍ له سره راتاو شوه او آلوتکې ته ئې پورته کړم، له هغه ځایه ئې بګرام او بیا مختلفو نورو وحشتناکو زندانونو ته یې ولېږدولم، په میاشتو میاشتو په قفسونو کې د مرغۍ په شان پروت وم، خوب مې نه وو، وهل او ښکنځل راته دوامداره وو؛ آن تر دې چې حکمتیار مجاهد ده او نده، تر درې میاشتو شکنجې وروسته بیا هم په دې ګویا وم، چې حکمتیار مجاهد کبیر ده !
اوس هم د حزب اسلامي د عضویت له وجې، د بګرام په کرغېړن زندان کې شپې او ورځې تیرؤم، په کور کې یوه مور لرم، چې هغه هم د ماما ګانو کره اوسي، له ډېره خپګان او درده یې په ما پسې سترګې ړندې شوي؛ ځکه زه ئې یواځینۍ هیله یم. دا، چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ روغه جوړه وشوه، کله، چې خبر شو، نو خوښ په دې شوم، چې د خپلې بوډې رنځورې مور دیدن به وکړم؛ خو خبر نه وم :
ـــ چې روغه به یواځې ستا د نازدانه زوی لپاره وي. سپینې کوټې، او د لنډکروزرو موټرو خوندونه به اخلي، داخلي او خارجي سفرونو ته به یې بیایې، زومان به له څنګه کېنوې، د حزب ټول امکانات به په میراثي ډؤل په خپله کورنۍ خورې، کونډې او یتیمان به هېروې او خپلو شخصي موخو ته به ځان رسوې.
حکمتیاره، زه له تا پوښتم :
ـــ تا زمونږ غم ؤ نکړ، یواځې مایک ته له څو چاپړوسانو سره یو ځای ناست یې، د بهرنیو د موخو لپاره ادعاوې کوې؛ خو په دې پوه شه، چې:
زه د هغه احمدشاه آبدالی لمسی یم، د هغه آبدالي، چې آمپراطورۍ یې ؛ هندوان، پنجابیان او ایرانیان تر کړۍ لاندې نیولي وو، سر یې نشو پورته کولی، تر څو، له تنې جُدا نشي !
زه د هغه آمیر کروړ سوري بچی یم، چې په یواځې ځان به له سلو نومیالیو جنګیالیو سره جنګېده او ټولو ته به یې ماتې هم ورکوله.
زه د هغه سلطان محمود غزنوي لمسی یم، چې د بُت شکن لقب ورته ورکړل شوی وو ( سلطان بُت شکن است نه بُت فروش).
زه د داسې پلار زوی یم، چې د روسي یرغلګرو په چیندارو ټانکونو پسې به ئې پښېبله منډې وهلې.
ـــ داسې افغاني غیرت لرم، چې له اسلام، خاورې او پښتونولۍ به مې هیڅوک وانه ړوي.
حکمتیاره ! تا، خو له زندانه خلاص نکړم؛ انشاء الله د شپږ میاشتو به جریان کې به له زندانه ووځم د الله ج په مرسته، بیا به زه څنګه د حزب اسلامي تر نامه لاندې خدمت وکړم؟
پښتون زلمی، به یوه ورځ نه یوه ورځ له زندانه ووځي، پښتانه به ئې ښه راغلاست ته ولاړ وي، په هسکه غاړه به د خلکو منځ کې ګرځي.
حکمتیار صیب، په اخر کې د یوې پوښتنې جواب راکړۀ !
که زما په ځای دې، کوم نازولی زوی د بګرام په زاندان کې بندي وای، کومه دروازه به دې د خلاصون لپاره نه وای ورته ټکولې، خو نن زه د کوڼډې مور ځوی یم، ته مې په درد ؤ نه خوړلې او همدا شعار بدرګه کوې، چې هر څه د آمریکا په لاس کې دي، دا څنګه لاس دی، چې تاته امکانات درکوي، له تور لېسته دې باسي، دا خل او خارج سفرونه درته برابروي، سفیر کور ته درځي ملاقاتونه ورسره کوې؛ خو موږ عاجزانو ته بیا هر څه د امریکا تر لاس لاندې وي. هغه رحمان بابا څه ښه وئيلی:
هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی
ما د خدای لپاره یاره لیدلی ندی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button