غزني: په یو هوایي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي
د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د اندړو د سیمې اوسیدونکي وایي چې نن سهار شاوخوا اته بجې دوو چورلکو د ملکيانو پر ټونس موټر برید کړی چې پکې سپاره ۱۳ کسان ټول ځای پر ځای وژل شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو وایي برید هغه مهال ترسره شو چې یو ټونس موټر د اخوندخیلو په نامه کلي نه غزني ښار ته پر لاره وه.
د پیښې عیني شاهدان وایي وژل شوي ټول عام خلک دي چې د غزني په ښار کې یې مزدوري کوله او هیڅ یو تن پکې له کومې وسلوالې ډلې سره کوم تړاو نه درلود.
احمدالله په نوم یو تن عام وګړی بیا وایي بیښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دغه برید داسې مهال ترسره شوی چې همدا نن په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د هوایي بمباریو او شپنیو چاپو په غبرګون کې لاریونونه روان دي.
لاریونوال وایي حکومت قصدا ملکیان په نښه کوي چې دوی ته د زغملو نده، که دغه عمل بند نشي په خلاف به یې اقدام وکړي.
د ویلو ده چې پدې تیره یوه اونۍ کې د هیواد په لر او بر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له سلو زیات ملکي وګړي په شپنیو چاپو او ړندو بمباریو کې وژل شوي دي.