په پروان کې د بهرنیو عسکرو بې‌پېلوټه الوتکه نسکوره شوې

عزم(دوشنبه، ۲۷ کب ۱۳۹۷): د پروان ځايي چارواکي وايي، د امریکايي عسکرو یوه بې‌پېلوټه الوتکه په بګرام ولسوالۍ کې رانسکوره شوې ده.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، پرون د امریکايي عسکرو یوه بې‌پېلوټه الوتکه د بګرام ولسوالۍ اړوند باریک‌آب سیمه کې رانسکوره شوې ده.

دی یې د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزه یادوي.

د قدوسي په خبره، نسکورې شوې الوتکې ۲۰ کلیو وزن درلود او د بهرنیو ځواکونو تر ټولو پیاوړې بې‌پېلوټه الوتکې دي.

د نسکورې شوې الوتکې په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په ګڼو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو بې‌پېلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.

په بګرام کې د بهرنیو عسکرو تر ټولو لویه اډه هم شته، خو په ګڼو سیمو کې یې طالبان هم فعال دي او وخت ناوخت د بګرام پر پوځي اډه بریدونه هم کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button