آلمان غږ: ډیری جرمنیان د افغان“فاسد“ حکومت سره د مرستو پریکول غواړي

 

عزم (چهارشنبه ۱۳۹۷ کب ۲۹)

آلمان غږ وایي، زیاتره جرمنیان په دې نظر دي چې حکومت یې باید  له افغان حکومت سره چې د دوی په وینا له هر لحاظه په فساد کې ډوب دی؛ مرستې قطعه کړي.

سرچینه وایي، افغان جګړې په جرمني کې خپل ټول محبوبیت له لاسه ورکړی او په دې برخه کې اوس برلین د خپلو ولسونو تر سخت فشار لاندې دی، تر څو ژر تر ژره خپل سرتیري له افغانستان نه را وباسي.

المان غږ د افغانستان لپاره د جرمني د پخواني سفیر، مارکوس پوتسیل له قوله ویلي،  جرمني غواړي د بُن دریم کنفرانس راوغواړي تر څو د طالبانو په ګډون ټول افغان لوري په کې ونډه ولري، “دا کنفرانس به عملي پریکړې کوي او نمایشي بڼه به ونه لري.“

یادې سرچینې د دغه هیواد د سیاسي څیړونکو له قوله لیکلي؛  کنفرانس به هغه مهال راوغوښتل شي؛چې د قطر مذاکرات یوې محسوسې پایلې ته ورسیږي.

جرمني اوسمهال په افغانستان کي ۱۲۰۰ عسکر لري چې د چارواکو په وینا یې که  د سولې یوه موافقه تر لاسه شي، جرمني به د امریکا غوندي د خپلو عسکرو د تدریجي راوتلو بند و بست وکړي.

المان ږغ لیکي ، د جرمني هیواد مشران په دې باور دي چې که د سولي خبري ناکامه شي، د بین المللي قواوو راوتل به ډېر خطرناک وي، ځکه په هغه صورت کي به طالبان بیا واک ته ورسېږي.

جرمن سفیر “پوتسیل“ وايي ، که د سولې موافقه لاسلیک شي،  هیواد به یې له افغانستان سره په دې شرط مرستو ته دوام ورکړي ، چي په دغه هیواد کې د بشر حقوقو ته احترام وي، او د اداري فساد سره مبارزه وشي.

په عین حال کې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د څیړونکي مرکز مشر مایکل کوګلمن وايي،«که امریکا له افغانستان نه د  راوتلو پریکړه وکړي، جرمني او د ناټو نور ملکونه به هم سمدستي راووزي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button