خلیلزاد به د روسیې، چین او اروپایي اتحادیې خاص استازو سره وګوري

 

عزم(پنجشنبه، ۱ وری ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري ویل شوي چې د دغه وزارت خاص استازی خلیلزاد به د یو شمیر هیوادونو لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې کوربه وي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد به د مارچ پر 21 او 22 باندي د امریکا په خارجه وزارت کي د افغانستان لپاره د روسیې د خاص استازي ضمیر کابلوف، د چین د خاص استازی ‌‌‌‌ي ډينګ شجون، د اروپايي اتحادیې د خاص استازی رولاند کوبیا سره د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.

اعلامیه کې راغلي چې د هغوی د بحث اصلي موضوع به د افغانستان د سولي د پروسې سره بین المللي ملاتړ او د افغانستان د جنګ پر ختمولو د دغو هیوادونو په همکاري باندې خبرې وي.

دا پداسې حال کې دی چې پدې وروستیو کې روسیې ویلي وو چې امریکا باید د مذاکراتو اړوند هر څه پټ ونه ساتي بلکې له دوی سره یې جریان شریک کړي تر څو پدې اړه یې اندیښنې پورته شي.

د ویلو ده چې د راروانې اپریل میاشت کې به د امریکا او طالبانو شپږم پړاو مذاکراتي غونډه پیلیږي چې دا ځل به مهمې پریکړې کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button