تېر کال یوازې په فراه کې ۱۰۰۰ پولیس وژل شوي

عزم(شنبه، ۰۳ وری ۱۳۹۸): د فراه امنیتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د فراه امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د ناسم مدیریت له امله تېر ۱۳۹۷ل کال کې ۱۰۰۰ پولیس په دغه ولایت کې وژل شوي دي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي وايي، په تېر کال سلګونه امنیتي پوستې، قرارګاوې او څو ولسوالۍ طالبانو سقوط کړې او سلګونه امنیتي عسکرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.
دی وايي، په ټولیز ډول ۱۰۰۰ پولیس په دغه ولایت کې وژل شوي او سلګونه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
په فراه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان نورالله قادري هم مني، چې تېر کال په دغه ولایت کې د پولیسو مرګ‌ژوبله د نورو کلونو په پرتله څو برابره زیاته وه.
قادري ونه ویل چې په تېر کال کې په دغه ولایت کې څومره د ملي اردو، کمانډو او ځانګړي ځواکونه وژل شوي دي.
فراه په لویدیځ کې هغه ولایت دی، چې پروسږکال د سختو نښتو شاهد و او د څو ورځو لپاره طالبانو سقوط هم کړ.
د دغه ولایت ګڼې سیمې اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي او د فراه مرکز ګڼې سیمې یې تراوسه تر خپلې ولکې لاندې ساتلي دي.
پرو سږکال د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم ومنله، چې د واکمنۍ په څلور نیمو کلونو کې یې ۴۵زره عسکر وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button