ننګرهار: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ضد خلکو لاریون کړی

 

عزم(یکشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸): د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر ضد ملکي خلکو لاریون وکړ.

لاريون کوونکو ویل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ کې د ملکي خلکو په کورونو عملیات کړي دي.

دوی وایي ځانګړو ځواکونو پنځه تنه شهیدان درې تنه ټپیان کړي او پنځه نور یې له ځانه سره وړي دي چې ټول ملکي وګړي دي او له هیڅ مخالف لوري سره اړیکه نلري.

سيمه کې عمليات کړي، پنځه ملکي وګړي يې وژلي، درې يې ټپيان کړي او پنځه نور يې له ځانه سره ژوندي وړي.

د ګردي کڅ د ځوانانو ټولنې مشر رئيس خان غرني هم ویلي، چې وژل شوي ټپیان او وړل شوي تول ملکي وګړي دي.
غرني زیاته کړې چې په دې كسانو كې يو شمېر يې د فاتحې لپاره يادې سيمې ته راغلي وو چې په يوه حجره كې په ډله ييز ډول وژل شوي او ژوبل دي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي وایي په ګردي کڅ سيمه کې یې عمليات د دولت د وسله والو مخالفينو په هرف ترسره کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button