غور: د ملي امنیت کارمندانو د CHA موسسې دفتر څخه پیسې وړي

 

عزم(سه شنبه، ۶ وری ۱۳۹۸): د غور ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي ویلي چې تیره ورځ له غرمې وروسته نامعلومه کسان چې د ملي امنیت جامې یې په تن وې د CHA موسسې دفتر ته ننوتلي او پیسې یې ترې وړي.

ناطقي د پیسو انذازه نده ښودلې خو داسې ویل کیږي چې دغو کسانو له یاد دفتر څخه ۹۹۰زره افغانی له ځان سره وړي دي.

د غور د ملي امنیت رئیس محمد غوربندي پیښه مني خو په اړه یې له معلوماتو څخه ناخبري ښیي او وایي چې پولیسو ته یې د پیښې د پلټلو امر کړی دی.

دCHA موسسې رئیس فهیم دلاور وایي چې ۹۹۰زره روپۍ چې د غور ولسوالي د بیوسو خلکو لپاره یې ځانګړې کړې وې یادو کسانو وړي دي.
دلاور وایي دوی درې تنه وو د ملي امنیت یونیفورم یې په تن او وسلې ورسره وې.

یاده موسسه په غور ولایت کې د صحت پروژو کار پر مخ وړي او له بیوسه خلکو سره مرسته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button