د امریکا سفیر: پر حکومت غږ کوو، چې دمذاکراتو لپاره یو ټول شموله ټیم جوړ کړي

 

عزم (جمعه ۱۳۹۸ وری ۹)

په کابل کې د امریکا سفیر “جان باس“ یوځل بیا د کابل پر حکومت ژغ کړی چې هر څومره ژر باید له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ټول شموله ټیم جوړ کړي.
نوموړي چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل،
“مونږ له حکومت نه غوښتي او بیا هم وایو چې داسې یو ټیم باید ژر تر ژره تیار کړي چې د افغانستان د ټولو قشرونو استازیتوب وکړي“
تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو هم په وار وار د کابل له حکومت نه د یوه ملي مذاکراتي ټیم د جوړیدو غښنه کړې وه.

جان‌بس دغه راز وویل، د خلکو ستونزو ته په کتو سره دا کاملاً د درک وړ مسئله ده چې ښایي ډیر کسان به د طالبانو پر اصلي اهدافو شکمن وي، نو په وینا یې چې په دغه کلیدي برخه کې باید د هر تعهد تضمین لومړی د بې طرفه ناظرانو لخوا وشي ، تر څو د توافق ټول لوري حساب ورکونکي وي.
نوموړي زیاته کړه، په دې توګه به طالبان او د حکومت استازي خپلو منسوبینو او ملت ته ځواب ویونکي وي او د تضمین او بې طرفه ناظرانو په شتون کې به یې څوک پر تعهداتو شک هم نه کوي.
طالبان ټینګار کوي چې له ټولو افغان لوریو سره خبرو ته چمتو دي خو د کابل له حکومت سره من حیث نظام نه کیني.
د یادونې وړ ده چې د کابل حکومت هم په همهاله توګه د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې د خنډ جوړولو هڅې پیل کړې او وار له مخه یې له قطري چارواکو غوښتي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د جوړیدونکې غونډې مخه ډب کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button